د فکري جګړې تاریخ:
له هغې ورځې چې د آدم "علیه السلام "او ابلیس دوښمني شروع شوې ابلیس چې د باطل ممثل دی،د آدم "ع" په خلاف یې له فکري جګړې نه کار واخیست،ابلیس چې کله پوه شو چې آدم "ع" یې دوښمن دی،اوپه هغه باندی په زور غلبه نشي حاصلولی،نوله فکري وسائلو لکه:دنصحت تظاهر،دخواخوږۍ دعوی،دخپلې دعوی د ریښتنې ښکاره کولو لپاره له قسمونو څخه کار واخیست،اوپه درغجنو قسمونو یې آدم 'ع' ته وسوسه ور واچوله تردی چې هغوي یې له جنت ویستل.
سورة الاعراف '١١-٢١' مکمله واقعه شته.
دغرب لخوا په منظم ډول دمسلمانانوپه خلاف دفکري جګړې دپه کار اچولو پلان د فرانسي بادشاه نهم 'لویس' هغه وخت طرحه کړه چې نوموړی په '١٢٥٠' م کال کې په مصر کې دمسلمانانو په لاس اسیرشو،په بند کې یې فکر وکړ چې ولې مسلمانان د مادي اوپوځي وسائلو دکموالي سره بیاهم په کفارو هر وخت غالبیږی؟دی نتجه ته ورسید چې دمسلمانانو دقوت سرچینه په مادیاتو کې نده بلکې د دوئ په دین،عقیده،اخلاقو او معنویاتو کې ده ترڅو چې دغه روښانه وي مسلمانان به د دوښمن په مقابل کې زورور وي.
نور بیا...
مأخذ:فکري پوهنه