سکاټلنډي انجینرانو داسې روباټ جوړ کړی چې په اوبو کې د بادي برښنا سیستم ترمیم کولای شي او لامبو وهوونکو ته به اړتیا نه وي.
په هرېټ واټ پوهنتون کې څېړونکي باوري دي چې دا روباټ به په دې صنعت کې د سترو بدلونونو سبب شي او د لوړ خطر او ګران بیه هڅو بڼه به بدله کړي.
د دې روباټ جوړونکي وایي: ((موږ باید تصور وکړو چې، په لسو یا پنځلسو کلونو کې د بادي برښنا سلګونه سیستمونه ولرو؛ په دې مانا چې د بریتانیا په سمندر غاړو کې به زرګونه د بادي برښنا توربینونه وي.))

Abu Taher
Delete Comment
Are you sure that you want to delete this comment ?