د کابل ښاروالۍ مسؤلین وايي، په ۱۴۰۲ کال کې به په کابل ښار کې ۶ سوه زره نیالګي کېنول شي.
په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې ملي اداره د کابل ښار له اوسېدونکو غواړي چې د نیالګیو په ساتنه او پالنه کې برخه واخلي.
مسؤلین وايي، په کابل ښار کې د نیالګیو کېنولو لپاره تر ۱۰۰۰ ډېر کارکوونکي په دندو ګومارلي دي.

