تورخم ګمرک کې چاودېدونکي توکي نیول شویدي!
د تورخم ګمرک منسوبینو (۳۹) بستې انفجاري مواد، چې(حلوایي بارود) یې هم بلي او وزن یې (۴۸۷.۶۵) کیلو ګرامه دی، یوې سوداګریزي محمولې کې ځای پر ځای شوي ول؛ کشف او نیولي دي.
تورن کس غوښتل، چې دغه توکي له پاکستان څخه افغانستان ته را انتقال کړي، چې د زړورو امنیتي مؤظفینو او د ګمرک کارکوونکو له لوري ونیول شول.
په دې قضیه کې ډرېور او د شرکت استازي نیول سوي او د زیاتو څېړنو لپاره اړونده تحقیقاتي ارګانو ته ور و پېژندل شول.
Fram BNA
د #کندهار محصولي ګمرک کې د اور لګېدنې پېښه کنټرول شوه.
د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې اړوند د کندهار محصولي ګمرک امنیتي مؤظفینو اطفائیوي پرسونل؛ محصولي ګمرک کې دننه د یو دوکان له کامل احتراق/ سوځېدنې مخه ونیوله.
#باختر
https://twitter.com/bnapashto/....status/1657952685998
د کندهار محصولي ګمرک یو دکان کې د اور لګېدنې پېښه کنټرول شوه!
د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې اړوند د کندهار محصولي ګمرک امنیتي مؤظفینو اطفائیوي پرسونل؛ محصولي ګمرک کې دننه د یو دکان د کامل احتراق/سوځېدنې؛ مخه ونیوله.
دیاد ګمرک د اور وژنې ډلې پېښه سمدلاسه کنټرول او د ممکنه احتمالي لوی زیان مخنیوی یې وکړ، د اور لګېدنې دغه پېښه چې دقیق علت یې لا ښودل شوی ندی؛ پرته له ځاني زیان څخه په کمه اندازه مالي خساره لري.
د یادونې وړ ده چې د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعه د هېواد په ټولو ګمرکونو کې په وسائلو سمبال اطفائیوي پرسونل لري؛ چې همېشه د غیر مترقبه پېښېدونکو حوادثو په مقابل کې اماده او د زیان اړوونکو واقعاتو مخه نیسي. 👇👇👇
تورخم ګمرک کې #قیمتي_ډبرې نیول شوي!
په دې قیمتي ډبرو کي ۹۷.۵۰ کیلو ګرامه د لیتیم، ۴.۱۸ کیلو ګرامه د بیروج، ۵.۳۰ کیلو ګرامه د ګل سولر او ۹۳۰ کیلو ګرامه د نفرایټ ډبرې شاملې دي.
یادې قیمتي ډبرې له هېواده بهر په قاچاقي توګه انتقالېدې.
#د_مالیې_وزارت
د ا.ا.ا د مالیې وزارت اړوند د ګمرکونو د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې قومانداني !