[سُوۡرَةُ المَائدة : 89]
لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِىٓ أَيْمٰنِكُمْ وَلٰكِن يُؤَاخِذُكُم بِمَا عَقَّدتُّمُ الْأَيْمٰنَ ۖ فَكَفّٰرَتُهُۥٓ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسٰكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ ۖ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلٰثَةِ أَيَّامٍ ۚ ذٰلِكَ كَفّٰرَةُ أَيْمٰنِكُمْ إِذَا حَلَفْتُمْ ۚ وَاحْفَظُوٓا أَيْمٰنَكُمْ ۚ كَذٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ ءَايٰتِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
تاسي چي کومي بابېزه لوړي (قسمونه) كوئ، پر هغو مو الله نه نيسي. خو کومي لوړي (قسمونه) چي تاسي له پوهي او ادراك سره كوئ، پر هغو به مو هرو مرو ونيسي. د داسي قسمو ماتولو كفاره دا ده چي لسو مسكينانو ته، له هغو منځنۍ درجې خوړو څخه ورکړئ، چي تاسي یې خپلي كورنۍ ته وركوئ؛ يا هغوى په جامه پټ کړئ يا يو غلام ازاد کړئ. او څوك چي ددې وس ونه لري هغه دي درې ورځي روژه ونيسي. دا ستاسي د قسمونو كفاره ده، چي كله قسم وخورئ او مات یې کړئ. د خپلو قسمونو ساتنه وکړئ. په دې توګه الله خپل حكمونه تاسي ته څرګندوي، په كار ده چي تاسي شكر وباسئ.
[سُوۡرَةُ المَائدة : 85]
فَأَثٰبَهُمُ اللَّهُ بِمَا قَالُوا جَنّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا الْأَنْهٰرُ خٰلِدِينَ فِيهَا ۚ وَذٰلِكَ جَزَآءُ الْمُحْسِنِينَ
د هغوى ددې وينا له امله، الله داسي جنتونه ورکړل چي لاندي يې ویالې بهيږي او هغوى به په کښي د تل لپاره اوسیږي. دا د ښې کړنلاري د غوره كوونكو بدله ده.
MQB Apps