مسلمان شپونکى او يهودي
کــــــــیسه
یو یهودي د مسلمانانو له یو کلي څخه تېرېده دا اراده يې وکړه چې باید ددې کلي مسلمانانو ته د اسلام په هکله شکونه او شبهات ورپیدا کړم . مخکې له دې چې کلي ته ورسېږي یو شپون يې پیدا کړ چې پسونه يې څرول یهودي له ځان سره وویل : لمړی يې له دا (ناپوه شپون ) څخه راپیل کړه او د اسلام په دين کې يې شکمن کړه.
یهودي شپون ته ځان یو لاروی مسلمان وښود تر کښېناستلو وروسته يې ورته وویل : ایا تا زموږ مسلمانان نه دي لېدلي چې د قران کریم دیرش سپارې په څومره تکلیف او زحمت سره یادوي؟ په داسې حال کې چې په قران کریم کې ډېر داسې ایاتونه سته چې یو له بل سره ورته دي (تکراري دي) ، نو ولې تکراري ایاتونه نه ځينې لرې کوو؟ ځکه په دې کې خو کومه ګټه هم نسته صرف د کلام "ایات" تکرار دی .
وروسته یهودي خپله خبره برابره کړه او د مکر (چل) په خندا سره یې وخندل او زیاته يې کړه: له دې وروسته چې د قران کریم یو شمېر برخې حذف کړل شي موږ ته به د قران کریم حفظ او ګردان اسانه شي.
د ټولو خبرو په جریان کښې چوپان غلی ناست او د یهودي خبرو ته یې غوږ نيولی ؤ کله چې د یهودي خبرې خلاصې شوې ، شپون وویل : ستا خبرې ښې او قناعت ورکوونکې دي.
خو زما سره یوه پوښتنه ده : ایا ستا په وجود کې داسې ورته شیان نسته ؟ چې هيڅ ګټه هم پکښې نسته مثلاً :دوه لاسونه ، دوې پښې ، دوه غوږونه او دوې سترګې دي ؟؟!
نو ته ولې دا اضافه ورته شیان له خپل وجود څخه نه حذفوې ددې لپاره چې وزن دې لږ شي ، هغه خوراک چې ته يې خورې ددې پر ځای چې ستا دبدن مشابه غړو ته ورسېږي د بدن نورو برخو ته به ورسېږي او وجود ته به دي ګټه وکړي ، کله چې ته د خپل وجود دغه مشابه توکي له منځه یوسې نو په راحت به شې سره ددې چې ستا په وجود کې ددې شیانو تکرار کومه ګټه هم نه لري.
کله چې یهودي د شپون خبرې وارېدلې د یهودي د مخ رنګ تور واوښت ولاړ سو او خپل د سفر سامان يې واخیستل پر کومه لار چې راغلی و بېرته هغې لارې ته وګرځېد، د افسوس او ناهیلۍ اسوېلي يې وایستل او له ځان سره يې وویل:
د یو شپون (چې پسونه یې څرول ) ځواب او فکر زه چپ کړم پس د دوی د علماء ځواب به څه ډول وي؟؟!
یا اللهﷻ!
هغه چا چې دا پېغام ولوست او له نورو سره یې شریک کړ، ته یې شرعي غوښتنې پوره کړه! اې خدایه! زموږ زړونه ستا په مینه داسې ډک کړې چې نور څوک مو هېر شي، کله چې تا یادوو او عبادت دې په داسې حال کې کوو لکه تا چې وینو، تر هغه مهاله چې زموږ د مړینې وخت را نژدې شي او په ډکه خوله ووایو:
(لَا إِلَٰهَ إِلَّا اللّٰهُ مُحَمَّدٌ رَسُولُ الله
#[5917]
Writer
Graphic Designer
Coder
Illustrator
Video Editor
Student