کابل ته د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو نغدي کڅوړه را ورسېده
۱۴۴۴ ربیع الثانی ۶ مه - افغانستان ته د مرسته کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
د افغانستان بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتګ څخه هر کلی کوي او د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ له دوی غواړي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.
د افغانستان بانک د هېواد پر مالي او بانکي سکتور د څارونکي بنسټ په توګه تل هڅه کړې ده چې له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې غوره اړیکې ولري.
ولې یو شمیر خلک په ژوند کې پرمختګ نه شي کولای؟
کله کله داسې هم کېږي چې موږ یوه هیله لرو؛ خو ورته نه شو رسېدلای او په علت یې هم نه پوهېږو چې ولې؟
یا په ژوند کې پرمختګ هر څوک غواړي؛ خو نه یې شي کولای. اوس پوښتنه دا ده چې زموږ د پرمختګ مخه څوک نیسي؟ ولې مو ژوند په یو حال دی او بدلون پکې نه راځي؟ راځئ اول یوه کیسه ولولئ، بیا به پوه شئ چې ستاسو د پرمختګ په لاره کې تر ټولو لوی خنډ څوک دی:
“په یوه دفتر کې ډېرو کارکوونکو کار کاوه. یوه ورځ چې دا کارکوونکي دفتر ته راشي، د میز پر سر یې یو کاغذ پروت وي او ورباندې لیکل شوي؛ (هغه نفر چې ستاسو د پرمختګ مخه یې نیولې وه، نن مړ شوی دی. که تاسو غواړئ چې د هغه نفر اخري دیدن وکړئ؛ نو په فلاني ادرس راشئ او هلته یې کتلی شئ.) کله چې د دفتر کارکوونکي په هماغه ادرس ځي؛ نو ګوري چې یو تابوت ایښی دی او شاوخوا ترې خلک ناست دي.
دوی له یوه اړخه خپه وو چې ولا مړی شوی دی؛ خو زړه کې لږ لږ خوشحاله هم وو چې ښه شو چې مړ شو؛ ځکه زما د پرمختګ مخه یې نیولې وه. دوی هر یو په نوبت نوبت تلل چې تابوت کې مړی وویني؛ خو چې هر یو به تابوت کې وکتل، ډېر به خجالته شو او غلی غوندې به بېرته راغی، دېخوا به ودرېده. ځکه چې په دې تابوت کې مړی نه و، بلکې یوه هېنداره (آینه) پکې پرته وه چې هر یوه به ورته وکتل، خپله څېره به ورته پکې ښکاره کېدله.”
له دې کیسې څخه موږ پوهېږو چې د انسان د پرمختګ په لاره کې تر ټولو ستر خنډ پخپله هماغه انسان دی. موږ زیاتره وخت کله یو څوک ملامتوو، کله وخت ملامتوو، کله بل څه؛ خو یوه ورځ مو هم خپل ګرېوان ته سر ټيټ نه کړ چې هسې نه زه خپله ملامت اوسم.