د پښتنې خاورې اکثر ګوندونه او تحريکونه
د خپلواک پښتونستان غورځنګ مخالف ولې دي؟
که وجه يې د پاکستان پارلمان ته د پنجاب غیږه ويل وي ؟
نو آيا د پاکستان موجوده پارلماني نظام د پنجاب د حاکميت برقرار ساتلو لپاره نه دے ؟
که وجه يې د امريکې په جار مخالفت وي
نو آيا دا حقيقت نه دے چې امريکا زمونږ په خاوره د شر او خپل غاصبيت برقرار ساتلو لپاره رنګ په رنګ ورديانو والو ته ډالرې ورکوي ؟
که وجه يې په پښتنه خاوره د پښتو پښتون د اولني حق غږ پورته کول وي،
نو آيا دا نړيوال دستور نه دے چې د هر قوم په خاوره اولنےحق د هغه قوم د خلکو او د هغوي د ژبې وي ؟
آيا تاسو نه وينئ چې د تاجکستان په خاوره اولنے حق د تاجکو او د هغوي د ژبې دے ؟
آيا تاسو نه وينئ چې د ازبکستان په خاوره اولنے حق د ازبکو او د هغوي د ژبې دے ؟
آيا تاسو نه وينئ چې د پاکستان په سنده کې اولنے حق د سندیانو او د هغوي د ژبې دے ؟
آيا تاسو نه وينئ چې د عرب په خاوره اولنے حق د عربو او د هغوي د ژبې دے ؟
آيا دا ظلم نه دے چې د هر قوم په خاوره دې اولنے حق د هغه قوم د خلکو او د هغوي د ژبې وي
او زمونږ پښتنه خاوره دې د ټولو شاملات وي ؟
آيا دا غټ ظلم نه دے چې مونږ دې ځانته د پښتون قوم مشران وايوو او په پښتنه خاوره دې د پښتو پښتون د اولني حق غږ قدرې نه پورته کولے ؟
پښتنو ويخ شئ ،
له امو تر اباسينه پښتنه خاوره د پښتون قوم برخه ده ستاسو برخه ده ، خپله خاوره وپيژنئ، خپله برخه وپيژنئ ، خپل حق وپيژنئ،
ياد ساتئ په پښتنه خاوره اولنے حق د پښتو او پښتون دے.
خپلواک پښتونستان غورځنګ