دا د الازهر پوهنتون ودانۍ ده چې اوس په یوه وېجاړه/ خرابه باندې بدله شوې.
دا چا ورانه کړه؟ دا هملته موجوده اشـ.غال ګرو ورانه کړه چې دوی یې اول تر آخره هر حالت په سترګو ولید.
د الازهر پوهنتون شیخان، استادان، پکې موجوده رئیسان او علما، چې د نړۍ په هر کونج باندې یې د فتواوو شاهدانو یو او ځانونه د اسلام او اُمت په مینه مستحکم بولي؛ دا شیخان او مفتیان ولې بې برهانه او چُپه خوله دي، چې نن پر غـ.ـزه د یرغل او د کبر په شوخو خرو سپاره ظالـ.ـمان پر اُمت او مسلمانانو هېڅ رحم نه لري؛ ولې د همدغو مسلمانو پر مظلومیت اوپکې مېشتو کفـ.ـري ملېشو د ظلم فتوا نه ورکوي!؟
د وران، وېجاړ، بربریت، وحـ.ـشت او غـ.ـرب ځپلي هېواد په بیا رغوونه کې ستړو ستومانو او ریښتینو خادمانو ستړي مشئ کور مو ودان.
دوه کاله کېږي چې د وطن په څیرې او لولپه ګرېوان کې د امن ساه چلیږي، د وطن په ډاروونکو او شاړو دښتو کې کانالونه جوړ شوي، لويې او خرابې لارې بېرته د رغېدو په حال کې دي او د پروژو د بشپړېدو لپاره یې چټک کار روان دی، د سر قاتل ته د عمر لپاره بښنه شوې او نن د خپل هېواد په نفیس وجود کې د امن تر سیوري لاندې خپلواک او بې غرضه قدمونه وهي، دهقان له خپل زرعت، تجار له خپل تجارت، صراف له خپلې صرافۍ، امام له خپل امامت او چړي له خپل مدرسې راضي او سر یې په امان دی.
په خاوره او اسلام مین خلک به هېڅکله ناراضه او مُخربین نشي.
م. خالص همت
شاعر او لیکوال