رسنۍ کولای شي، ټولنه د مثبت او د یووالې لوري ته وهڅوي:
پل علم، باختر، لیندۍ ۱۱ مه
لوګري ځوانان وایي، چې رسنۍ کولای شي، ټولنه مثبت او د یووالې خواته سوق کړي او په ټولنیزو برخو کې شته ستونزې له منځه یوسي.
عین الدین شیرزاد د لوګرولایت یوتن اوسېدونکي او فعاله ځوان وایي، چې په ټوله کې رسنۍ کولای شي ټولنه سمې خواته وهڅوي او له اسلامي افغاني کلتور سره په ټکر کې بېځایه دودونو ټغر ټول کړي او نوي نسل ته داسې فکر ورکړي، چې د اسلام مبارک دین او افغاني اصیل کلتور یې غواړي.
نوموړي زیاتوي ، چې زموږ ورځنۍ چارې او کړنې ورځ تر بلې له رسنیو او ټولنیزو رسنیو سره تړل کیږي، که له یادو رسنیو څخه ښه ګټه پورته کړو، کولی شو، هم ځان او هم ټولنه د خیر او سعادت په لوري روانه کړو او که خدای مه کړه، د خپل دود او دستور خلاف یې وکار و، نو لرې نه ده، چې هم ځان او هم خپله ټولنه له بلا ستونزو سره مخامخ کړو.
ورته مهال سردارآغا حمیدي یو تن فعاله ځوان بیا وایي، چې په ټوله کې رسنۍ زموږ د ژوندانه یوه نه حذف کېدونکي برخې په توګه منل شوې ده، که چېرته له رسنیو څخه موږ مثبت او د دې ټولنې د خواستو مطابق معلومات او خپرونې واورو او یا هم ووینو نو موږ به په ټولنه کې د یو مثبت فکره کس په توګه وپېژندل او که چېرې هم منفي، له کرکې ډک د پردیو افکارو سره مل معلومات ترلاسه کړو، نو هم ځان او هم ټولنې ته به زیان اړونکي واوسو.
ښاغلي حمیدي له رسنوالو غواړي، چې د تعلمي او روزنیزو خپرونو ترڅنګ داسې برنامې دې هم چمتو کړي، چې په هغه سره د ولسونو ترمنځ یووالې راځي او دغه راز خلک له حکومت او حکومت له خلکو سره نږدې کړي.
هاخوا شاه آغا اماني، د پل علم ښار یو تن هټۍ وال پر ولسونو غږ کوي، چې کرکې پرځای دې مینه او یووالې دې خپل لومړیتوب وګرځوي او د خپل اسلامي نظام سره په څنګ کې د هېواد د آبادۍ، سمسورتیا او بیارغاونې کاروان کې یوځای شي او له شته بېسارې فرصتونو څخه پوره ګټه پورته کړي.