*امام أحمد بن حنبل رحمه الله وایې:

انسان علم ته له خوراک او څښاک زياته اړتيا لري، ځکه خوړو او اوبو ته په ورځ کې يو ځل يا دوه ځله ضرورت پیدا کيږي، خو علم ته د خلکو اړتيا هغوي د ساه اخستلو په شمیر ده..!

✨🌼 ✨🌼 ✨🌼

درې شيان تل پاک ساته
1 . بدن
2 . خیالات
3 .لباس
Love Humanity
په درې شيانو زړه مه ټړه
1 . مال
2 . عمر
3 . تمه

د درې کسانو په خبرو باور مه کوه
1 . درواغجن
2 . احمق
3 .دوښمن

درې شيان کوچني مه بوله
1 . قرض
2 . فرض
3 . مرض

درې شيان خوښوه
1 . شفقت
2 . خلوص
3 . ساده ګي

درې شيان مه ماتوه
1 . زړه
2 . باور
3 . ژمنه

درې شيان حافظه قوي کوي
1 . مسواک
2 . تلاوت
3 . روژه

درې شيان بیرته نه راګرځي
1 . روح
2 . الفاظ
3 .ساه

درې شيانو ته ځان چمتو ساته
1 . غم
2 . زوال
3 .مرګ

درې شيان په احتياط اخله
1 . قدم
2 . قلم
3 . قسم

له درې شيانو ګټه واخله
1 . عقل
2 . صبر
3 .همت

درې شيان ژوند تريخوي
1 . کینه
2 . حسد
3 .بد اخلاقي

درې شيان رزق زیاتوي
1 . تهجد
2 . استغفار
3 .صدقه

درې شيانو سره دوستي مه کوه
1 . ژوند
2 . نفس
3 .مال

په درې شيانو کې کموالي غوره کړه
1 . خبرې
2 . خوب
3 .خوراک

په درې شيانو کې بریالیتوب ده
1 . وړتيا
2 . کار
3 .راحت

درې شيان جدا کيږي
1 . صورت
2 . سيرت
3 .قسمت

درې دعاګانې قبليږي
1 . د مظلوم
2 . د مسافر
3 . د والدینو

په درې شيانو کې ښکلا ده
1 . علم
2 . تقوا
3 .عمل

درې شيان په ژوند کې يو ځل پيدا کيږي
1 . ځواني
2 . ښایست
3 . والدين

درې شيان مه چټلوه
1 . زړه
2 . سترګې
3 .ژبه

درې شيان ژوند بربادوي
1 . غوصه
2 . تکبر
3 .سستي

درې شيان دوام نه کوي
1 . بده خبره
2 . چاپلوسي
3 .وریځې

له درې شيانو پرهېز وکړه
1 . دروغ
2 . تهمت
3 . منافقت

له درې شيانو زده کړه وکړه
1 . پرون
2 . نن
3 .صبا

په درې شيانو کې کامیابي ده
1 . مشوره
2 . تصميم
3 .پيل

په درې شيانو کې ځنډ مه کوه
1 . لمونځ
2 . جنازه
3 .توبه

درې شيان له ژونه وباسه
1 . بغض
2 . کبر
3 . دوکه

درې شيان همېشه يادوه
1 . مرګ
2 . احسان
3 .پند

که مو پر قرآنکريم دوړې پرتې وې او تلیفون مو پاک و

نو پوه سه چې ستا محبت د خالق نه د مخلوق سره زيات دى.

ښکاره ده چې ټولې ناکامۍ له همدې ځايه سرچينه اخلي!

🌹✨ 🌹✨

🌹✨

سجده سهوه کله واجب کیږي او طریقه یې څنګه ده؟
ځواب:
په لاندې حالتونو کې د سهوې سجده واجب کیږي:
۱-کله چې په لمانځه کې د سورة فاتحه وروسته سورت لوستل هیر شي.
۲-کله چې په وترو کې دعا قنوت ویل هیر شي.
۳- کله چې د لمونځ کوونکي څخه په دوهم رکعت کې (التحیات) هېر شي.
۴-کله چې لمونځ کوونکی د درې۳ یا څلور رکعته لمونځ په دوهم رکعت (اوله قاعده) کې، له تشهد څخه وروسته درود شریف د «الهم صل علی محمد» په اندازه ووایي او یا هم همدومره وخت چپ پاتې شي، سجده سهوه پرې واجب ده.
۵-کله چې یو لمونځ کوونکی، د اخترونو د لمونځونو تکبیرونه پریږدي، ببا هم پرې سجده سهوه واجب ده.
۶-کله چې امام په جهر لمونځونو کې قرأت هیر کړي، یا په پټو (خفیه) لمونځونو کې په جهر سره قرأت وکړي؛ نو سجده سهوه پرې واجب ده.
۷-کله چې لمونځ کوونکی فرض مکرر وکړي، مثلا‌ً د یوې رکوع پر ځای دوه رکوع، یا د دوه سجدو پر ځای، درې سجدې وکړي؛ نو سجده سهوه دې وکړي.
۸-کله چې د یو واجب کیفیت بدل شي؛ نو سجده سهوه دې وکړي، مثلاً د سورة فاتحه څخه مخکې، بل سورة ولولي.
۹-که لمونځ کوونکي ته په رکعتونو کې شک وشي؛ نو کوم تعداد چې یقیني وي، هغه دې سم وګڼي او نور لمونځ دې پوره کړي او په اخره کې دې سجده سهوه وکړي.
۱۰-که لمونځ کوونکی د څلورم رکعت اراده وکړي، بیا د پنځم رکعت لپاره ودریږي او سلام ونه ګرځوي او همدا اوله قاعده وګڼي؛ خو وروسته ورته رایاد شي؛ نو لمونځ کوونکي لپاره پکار ده چې، د پنځم رکعت سجده کولو څخه مخکې بېرته کښیني او سجده سهوه وکړي او که پنځم رکعت یې تر سجدې پورې ورسوه؛ نو یو رکعت دې ورسره بل هم یو ځای کړي، دا ډول به لمونځ پوره شي، په آخر کې دې سجده سهوه وکړي، څلور رکعته به فرض شي او دوه ركعته به نفل شي.
د سهوې سجدې #طریقه داسې ده:
-په آخري ناسته کې د تشهد نه وروسته، يواځې ښي طرف ته سلام ګرځول او وروسته دوه سجدې کول او بيا تشهد، درود او دُعا ويل او د سلام ګرځول.
د سجده سهوې یوه ډیره لویه آسانتیا دا ده، چې پدې سره لمونځ کوونکی د خپل لمونځ د کمي او زیاتي اصلاح کوي او همدا ډول د لمانځه د نيمګړتيا پوره والی کولای شي.
شیطان مسلمان ته په لمونځ کې دوکه ورکوي، په هغه باندې د لعنت لیږلو همدا سجده سهوه طریقه ده، همدا ډول چې مسلمان لمونځ کوونکی خپل رب ته نورې دوه سجدې هم وکړي، پدې سره شیطان ډېر زیات خفه کېږي او په خپل مقصد کې ناکامه او شرمنده کیږي، الله ددې دوو سجدو له كبله د لمونځ کمی او هیره معاف کوي.
(ترک د واجب او تآخیر د فرض)

image

♥️بسم الله الرحمن الرحیم ♥️
د قران کریم هغه نهه سپارښتني؛ که چیري کوم مؤمن مسلمان ورباندي عمل وکړي نو یو متقي او تقواداره شخص به ترې جوړ سي.

۱: فَتَبَيَّنُوا
تحقیق کوونکی اوسه، مخکي تر دې چي د یو څه په اړه بحث وکړې باید تحقیق او معلومات وکړې.
۲: فَأَصْلِحوُا
مسلمانان یووالي او اتفاق ته رابوله، که چیري خوابدي وه تر منځ یې سوله وکړه.
۳: وَأَقْسِطُوا:
عادل اوسه، او پریکړي په انصاف او حق سره کوه.
۴: لَا يَسْخَر:
پر نورو باندي مسخرې مه کوه، او خلګو پوري ملنډي مه وهه.
۵: وَلَا تَلْمِزُوا:
نورو ته طعنه او پېغور مه ورکوه او عیبونه یې مه بیانوه.
۶: وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَاب:
یو بل په بدو نومونو مه یادوئ، او یو بل مه سپکوئ.
۷: اِجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ:
له ډیر ګمان کولو ځان وساتئ، او یو پر بل بد ګمان مه کوئ.
۸: وَلَا تَجَسَّسُوا:
جاسوسي مه کوئ یعني په نورو پسي پلټنه او څارنه مه کوئ.
۹: وَلَا يَغْتَب:
غیبت مه کوئ، د یو بل له غیبت کولو ځانونه وساتئ.

image
About

دارالعلوم الاسلامیه النقشبندية ځیګاړ ددینی او عصري علومو یو لوی مرکز دی