د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د ځوان وزیر خبرې چې ویلي وو د پاکستان فضا د افغانستان خلاف کارول کیږي بې اساسه ګڼلي.
#تحلیل
د افغانستان پر فضا د امریکایي اشغالګرو طیارې، دا لکه لمر داسې روښانه ده چې دا طیارې د پکستان له خاورې او فضا څخه په استفادې افغانستان کې د تشویش او ستونځو جوړولو سبب شوي، د پاکستان له پیدایښت تر اوسه د پکستان حکومت د افغان خاورې خلاف خپله خاوره او فضا د افغانستان اشغالګرو ته په کرایه ورکړې تر څو په افغانستان کې د جګړې اوربل او دوی یې په بدل کې د خپل حکومت د چلولو او جوړول لپاره لوټونه واخلي او یا د دنیا والو پورونه او قرضونه پرې خلاص کړي،
بل پاکستان دلته د دارنګه مشکلاتو د جوړولو هدف دا هم کیدای شي چې د وخت د حکومت پام د ډیورنډ فرضي کرښې څخه بل طرف ته واړوي، خو اوس په ټوله معنی د مسؤلو او غیرې مسؤلو سر په دې خلاص ده چې پکستان خپله بقا زمونږ په جګړیز حالت او دلته د نا امنیو په شتون کې لټوي،
خو یو ورځ به لکه دابیت کې چې وایي:
کوهی مه کینه د بل سړي په لار کې
چیرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي