د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ تر سره شوه.

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې په سرد سېرو ولایتونو کې مو له ژمنیو رخصتیو په استفادې د پوهنتونونو د هغو اړتیاوو پوره کولو او ستونزو پر حل کار وکړ، چې مخکې مو د سفرونو پر مهال په نښه کړې وې.

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د وزارت ټولو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د هېواد د تحصیلي بهیر د غوره والي په موخه خپلو چارو او ارزونې ته لا زیات متوجه شي.

همدارنګه د تېرو شوراګانو پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او د اړوندو کمېټو راپورونه واورېدل شول.

وروسته له اجنډا سره سم د دولتي دیني جامعاتو د کادري غړو د علمي رتبې د طرزالعمل تثبیت او اجرا، د تخصصاتو ریاست د بودیجې استقلالیت، د تحصیلي مشورتي شرکتونو د طرزالعمل پر طرحې، د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ۱۴۰۲هـ.ش کال د بهاري سیمسټر کانکور ازموینې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې.

نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۴/۷/۳هـ.ق ۱۴۰۱/۱۱/۵هـ.ش ۲۰۲۳/۱/۲۵م

image
image
image
image
image