ماليې وزارت کي د سوداګرو، پانګوالو او اصنافو د ستونزو د حل په موخه د ځانګړي کمېټې ناستي وسوې
چهارشنبه، د وري ۲مه ‍۱۴۰۲ هـ.ل

د افغانستان اسلامی امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ مولوي احمد جان بلال، ته دنده سپارل سوې، تر څو د سوداګرو، پانګوالو او اصنافو د مالیاتي او سوداګريزو ستونزو د اورېدلو او حلولو په موخه له هغوی سره له نږدې ناستي او خبري وکړي.
د عوايدو د مسولینو په ګډون د یادي کمېټې غړو په مالیې وزارت کي د مالیاتي اصولو سره سم د تېل پلورنکو، زرګرانو او صرافانو له استازو سره ناسته وکړه، د هغوی ستونزي ئې واورېدې او د حل په موخه ئې اړیني طرحي ورسره شریکي کړې، چي کمېټه به ستونزي او د هغه حل لاري له اداري کمېسیون سره شریکي او بیا به ئې د تائید په موخه د مشرتابه له محترم مقام سره شریکي کړي.
همدا راز په دغه ناسته کي ټینګار وسو، تر څو د مالیاتو د ورکړي اصول او کړنلاري اسانه سي او په دې برخه کي ټولو مالیه ورکونکو ته لازمي اسانتیاوي رامنځته سي.
د یادوني وړ ده، چي یاده کمېټه به د مالیه ورکونکو د پاته نورو صنفونو له مسؤلینو سره هم ورته ناستي ترسره کړي.

imageimage
+4