د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد قطر ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د سرې میاشتې له مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې پر بېلا بېلو روغتیايي موضوعاتو، د افغان ډاکټرانو پر ظرفیت لوړونه او په لرې پرتو سیمو کې د روغتايي اسانتیاوو پر برابرولو بحث شوی.
د قطر د سرې میاشتې سکرتر جنرال د روغتیا په برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به له افغانستان سره د دوو روغتونونو د تمویل په موخه ۱۷ میلیونه ډالر مرسته وکړي.
#ملي‌تلویزیون

image