جالبه تجارت راباندې روان و 😰

هغه دوه محصلین چې په عرب امارتو پلورل شوي وو د افغان حکومت په هڅو بیرته له ۷ کلو بند وروسته هیواد ته راستانه شول.
محمد هاشم او شاه محمد د کندهار پوهنتون کي محصلین وو٬ د جنرال رازق یوې اختطافګرې ډلې اختطاف کړي ول او ورسته یې په عربي اماراتو وپلورل
جنرال رازق د کندهار ولایت مقام کي د هغه چاودنې ورسته چې عرب دیپلوماتان پکې ووژل شول د عربانو څخه پدې درهم وغوښتل چې موږ به عاملین پیدا کوو او تاسې ته به یې سپارو.
دا معامله جنرال رازق د نړیوالو او افغانستان د قوانینو خلاف د حکومت څخه په پټه کړې وه او دوه بي ګناه افغان محصلین یې د څو درهمو په خاطر وپلورل
د محصلینو کورنۍ د دوي فاتحې هم اخیستې وې هیچا د دوي په شهادت کې شک نه کاوه
ځکه د کندهار ورک ځوانان تل په ریګونو کې پیدا شوي چې رازق به د خفیه ډلو په توسط دا کار کوی
دواړه محصلین نن سهار الحمدلله د کابل میدان هوايي ته د ۷ کاله بند ورسته چې په عربي اماراتو کې بندیان وو رارسیدلي او د خپلو کورنیو سره يوځای شوي دي.

image