په هرات کې د عاطفي بنسټ له لوري د یتیمو او بې وزله ماشومانو لپاره د تخنیکي او حرفوي زده کړو ورکشاپ پرانیستل شو.
د عاطفي بنسټ مرستیال عبدالظاهر ارشاد وویل، چې له دغه ورکشاپ څخه یې موخه ۱۰۰ یتیمو او اړمنو ماشومانو ته د خیاطۍ، بیکونو ګڼدلو او د موبايلونو د بیا جوړولو زده کړه ورکول دي، څو په راتلونکي کې له دې لارې عایدات ترلاسه کړي.
ارشاد زیاته کړه، دغه کورس شپږ میاشتې دوام کوي، چې د کورس له پای ته رسېدو وروسته زده کوونکو ته د فراغت سندونه هم ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه اوونۍ وړاندې هم د دغه بنسټ له لوري د غوريان ولسوالۍ ۱۰۰ يتيمو او اړمنو ماشومانو ته د تخنيکي او حرفوي زده کړو يو ورکشاپ جوړ کړی و.
د یادونې وړ ده، چې عاطفي بنسټ د حرفوي زده کړو، ښوونې او روزنې، له اړمنو سره مرسته، د ښوونځیو د ښوونکو د ظرفیت لوړولو او داسې نورو برخو کې فعالیت کوي.
