د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دې ولایت مرکز او ولسوالیو د اړوندو ښوونځیو ته څه باندې ۵ زره زده کوونکو سره د درسي موادو مرسته وشوه.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب باختر آژانس ته وویل، چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) لخوا د دې ولایت ۲۷۶ ښوونځیو له ۵ زره ۴۲۰ زده کوونکو سره شوې، چې په کې ۱۰ قلمه اړین درسي توکي شامل دي، چې شاوخوا ۲۳ زره امریکایي ډالره ارزښت لري.
عرب زیاته کړه، چې په دې مرسته کې ۲۷۱ کېټه درسي توکي شامل دي، چې له لومړي څخه تر شپږم ټولګي زده کوونکو ته به ووېشل کېږي.

image