#نزاکتونه.. 
شیر کول یی صدقه جاریه ده... 
1..په لوند یا غوړ لاس د خلکو سره ستړې مه شې مه کوئ!
2..په مجلس کې په پوزه کې ګوتې مۀ وهئ! 

3..بې له سخت ضرورته په مجلس کې ملګري ته په غوږ کې پټې خبرې مۀ کوئ! 

4..په عام المنفعه ځايونو يا په لويو لارو کې چې ښځې او ماشومان تګ راتګ کوي اودس مۀ وچوئ! 

5..په مجلس کې پښې مۀ غزوئ! 

6..په مجلس کې نوکان، برېتونه او ږيره مۀ پرې کوئ! 

7..کله چې له ملګرو يا کورنۍ سره ګډ خوراک کوئ، په شخوند وهلو ډېر چړپ، شړوپ مۀ کوئ او خوراک له خپل مخ څخه کوئ! 

8..په جومات کې د اودس کولو پر مهال په زوره پوزه مۀ سوڼ کوئ او اوبه کرار کرار پر مخ او لاسونو اچوئ چې څاڅکي يې پر نورو خلکو ونه لګېږي! 

9..د سهار په وخت کې يا په تشه خالي معده چې له ملګرو سره مخامخ خبرې کوئ، ډېر مۀ ور نيږدې کېږﺉ، ځکه چې خوله پدغه وخت کې بوۍ کوي! 

10..کچېرې ستاسو په ملګرو کې عيبونه موجود وي، په مجلس يا د ملګرو په مخ کې نصيحت مه ورته کوئ، بل وخت یې چېرته يوازې پوه کړﺉ، ښه په انسانيت او اخلاقو ورته توصیه وکړئ!