د زړونو د اطمینان لپاره فارموله
أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ ﴿۲۸﴾
ژباړه: یقینا چې یوازې د اللهﷻ په ذکر سره زړونو ته سکون او اطمینان حاصليږي.
کوم خلک که غواړي چې زړونو ته یې اطمینان حاصل سي، هغه دې پر دې قرآني فارموله عمل وکړي، او هر وخت دې د الله ﷻ ذکر کوي، دا هغه ذکر دی په کوم سره چې زړونو ته اطمینان حاصلیږي.
