abdul Qudoos shared a post  
48 w

48 w

د کتاب ملګرتيا او په ژوند کې يې ارزښت!

کتاب هغه ملګری دی،چې له دوکې، ټګۍ، خیانت، چاپلوسۍ، دوه رنګۍ، چل او فرېب څخه خالي دی.
تر څو چې تاسو د هغه له ملګرتیا څخه لاس په سر نشئ؛ هغه تاسې هېڅکله هم يوازې نه پرېږدي.
د لارې هغه ملګری دی، چې د هغه په وجود کې هېڅ کله د ستړیا اثار نه لیدل کېږي.
کتاب هغه ملګری دی،چې په عمر به ځوان وي؛ خو تاسو ته د زرګونو کلونو پخواني معلومات، داستانونه او تاریخي پېښې په لاس درکوي.
هغه ملګری دی، چې د ژوند هېڅ راز له تاسې نه پټوي، هر څه چې لري بې له تغیره یې ستاسو مخې ته ږدي.
د هغه ملګرتیا هېڅ ډول لګښت نه لري؛ خو تاسو ته ډېر شیان په وړیا توګه ډالۍ کوي.
هغه ملګری دی، چې د هر څه قضاوت او پرېکړه تاسې ته سپاري، په منلو او نه منلو یې له زور او زور واکۍ څخه کار نه اخلي.
سپینې ـ سپینې خبرې کوي، په خبرو کې یې چل او فرېب ځای نه لري، څه یې،چې په زړه کې وي هماغسې یې بیانوي.
رښتیا ته رښتیا او دروغو ته دروغ وایي، داسې نه کوي، چې ظاهر یې یو ډول او باطن یې بل ډول وي.
له هېچا څخه وېره نلري، کافر ته کافر او مسلمان ته مسلمان وایي، غدار ته غدار او مظلوم ته مظلوم وايي، ظالم ته ظالم او جابر ته جابر وايي، قاتل ته قاتل او خاین ته خاین وايي؛ خو د خپلو ملګرو څخه یوه ګیله لري هغه دا چې: ملګرتیا کې ټینګ او وفا داره دی خو ملګري ورسره بې وفایي کوي او ډېر ژر ترې دوستي پرېکوي؛ نو له همدې کبله په تاخچو کې اکثر وخت له تنهایۍ ژړاندې سترګې د یوه یتیم ماشوم په څېر هر چا ته اړوي.
سرچينه: پوهاوي ميډيا ګروپ .

image