Malgari Logo
    • Advanced Search
  • پښتو English دری
    پښتو More
    • Language
    • پښتوPashto
    • English
    • دریDari / Persian
    • العربيةArabic
    • বাংলাBengali
    • 中文Chinese
    • HrvatskiCroatian
    • DanskDanish
    • NederlandsDutch
    • Filipino
    • FrançaisFrench
    • DeutschGerman
    • עבריתHebrew
    • हिन्दीHindi
    • Bahasa IndonesiaIndonesian
    • ItalianoItalian
    • 日本語Japanese
    • 한국어Korean
    • PortuguêsPortuguese
    • РусскийRussian
    • EspañolSpanish
    • SvenskaSwedish
    • TürkçeTurkish
    • اردوUrdu
    • Tiếng ViệtVietnamese
  • Guest
    • Login
    • Register
    • Night mode
Adibhamza12 Cover Image
User Image
Drag to reposition cover
Adibhamza12 Profile Picture
Adibhamza12

@Adibhamza12

  • Timeline
  • Groups
  • Likes
  • Following
  • Followers
  • Photos
  • Videos
  • Reels
Adibhamza12 profile picture Adibhamza12 profile picture
Adibhamza12
2 yrs

‏د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دحکم پراساس لاندې ټاکنې وشوې:
‏۱- دکندهار، بولدک ولسوالۍ مخکنی ولسوال ملا عبدالله بشیر، ددفاع وزارت دټکنالوژۍ اولوژستیک معین په توګه.
‏۲- حاجي محمد اسماعیل فائز، دکور اوښار جوړولو وزارت دمسکن، ساختماني چارو او زونونو دپراختیا معین په توګه.
‏۳- د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک مخکنی معین مولوي محمد ظریف مظفر، د سرپل ولایت د والي په توګه.
‏۴- د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ مخکنی ولسوال سلیمان اغا بهیر، د نیمروز ولایت د والي د مرستیال په توګه.
‏٥- د استخباراتو عمومي ریاست د بتار قطعې مخکنی رئیس ارکان ملا عبدالله حماد، د غزني ولایت د والي د مرستیال په توګه.
‏٦- د غزني زون د نظامي محکمې مخکنی مسئول مولوي سید آغا، د دفاع وزارت د عقیدتي، کلتوري او امر بالمعروف ریاست د رئیس په توګه.
‏٧- د سرپل ولایت مخکنی والي عبدالرحمن اکا، د ۲۰۹ الفتح قول اردو د دوهمې لواء د قومندان په توګه.
‏٨- د ۲۰۵ البدر قول اردو د دوهمې لواء مخکنی قومندان ملا محمد نسیم زرقاوي، د همدې قول اردو د درېیمې پلي لواء د قومندان په توګه.
‏٩- د ۲۰۵ البدر قول اردو د لوژیستیک مخکنی مسئول قاري محمد نسیم عزت، د همدې قول اردو د دوهمې پلي لواء د قومندان په توګه.
‏١٠- د ۲۰۵ البدر قول اردو د لومړۍ پلي لواء د درېیم کنډک مخکنی مسئول حاجي غلام رسول، د همدې قول اردو د دوهمې پلي لواء د رئیس ارکان په توګه.
‏١١- د غزني ولایت مخکنی مرستیال مولوي رحیم الله محمود، د کندهار ولایت، بولدک ولسوالۍ د ولسوال په توګه وټاکل شو.
‏د ﷲ (جل جلاله) له دربار څخه ټولوته په ورسپارل شوو چارو کې د اسلام د سپېڅلي شریعت په رڼا کې توفیق غواړو.

‏*ذبیح الله مجاهد*
‏*داسلامي امارت ویاند*

Like
Comment
Share
Adibhamza12 profile picture Adibhamza12 profile picture
Adibhamza12
2 yrs

‏ستر امت ته د ستري داعیې سره راغلې د نبهاني اولاده د غرب یوه لومه ده، د دې لومي سرلاري د ⁧‫#حزب_التخریب‬⁩ غړي دي، د صلیبي پلانونو عملي کوونکي موږ ته د نظام پایښت راښيي، دوی ډېر احمقانه کړني ترسره کوي.

‏ماته شخصا د صلیبي لښکر امت ته زیان دومره لوړ نه بولم، لکه څومره چې ددې منفوري ډلي ضرر امت ته رسېدلی، ددې امت ستر برم صلیبي نړۍ د نبهاني د اولادونو په توسط ړنګ کړ، او امت ته یې د د هینداري له لاري دوی باعزته ډله معرفي کړل.

‏د لستوڼي ماران دغه مخلوق ډېر ضائع مخلوق دی، بېکاره ډله د اسلامي امت په زیان ده.

‏⁧‫#خوارجیت‬⁩
‏⁧‫#حزبیت‬⁩
‏⁧‫#صلیبیت‬⁩
‏⁦‪

Like
Comment
Share
Adibhamza12 profile picture Adibhamza12 profile picture
Adibhamza12
2 yrs

‏د ⁧‫#حزب‬⁩ په تشکیل سره ډېری اسلامي فکره ځوانان پر غلطه لار او آدرس بیول کیږي، ټول عمر، مبارزه یې عبث او بې نتیجې وي او ناامیده پاته وي، دا هغه حزب وو چې په تشکیلېدو سره یې د امت د جمهورو علماؤ غبرګونونه راوپارول ځکه همدا تحریریان وه چې:

‏۱: حزبي تعصب لپاره یې په قرآني او نبوي نصوصو رنګا رنګ بازۍ وکړلې.
‏۲: حزب د قوت او نشأت په لاره کښي یې اهل تشیع هم د خلافت مستحق وګڼل،
‏ځکه چې په ۱۳۹۹ ھ ش د شوال ۷مه دوی یو دستور آیت الله خمیني ته وړاندې کړ، په هغه کښي یی له خمیني غوښتي وه چې ته د حزب التحریر رسمي اعلان وکړه، او د حزب کسانو ته په کارونو کې پوره آزادي ورکړه، نو موږ به تا د خلیفه په حیث اعلان کړو.

‏د تحریریانو یواځیني او لوړ هدف د اسلامي امت پر عذش باندي د خلیفه چار زانو کښېنول دي او بس، نه د اوسني زمانې له ستونزو څخه د مسلمانانو د خلاصون کوم فلان لري او نه هم ددې ستونزو څخه د خلاصون کوم امید تري کیږي، یواځي او یواځي یې هدف دادی چې مسلمانان باید د خلافت راتګ ته فکري اماده واوسي.

‏لومړی خو د مسلمانانو په نفسونو کښي یوه صحیحه، سپېڅلې، له خرافاتو او بدعتونو څخه لیري، په ایماني او أخلاقي زېوراتو سینګار، په نفسونو او عقلونو عملونو او کردارونو کښي د الله ج او رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت ته فرمانبرداره افراد وروزه، وروسته ټولني او بیا دولتونه، بیا پداسي ډول به د خلافت راتګ څنګه امکان ولري چې د حزب افراد خائن او د أهدافو د ترسره کولو کښې ضعیف النفوسه اشخاص وي، داسې افراد وروزه ترڅو د خلافت حقیقي بڼه را ژوندۍ کړي.

‏دا څنګه امکان لري چې د صلیبي دسائسو په وړاندي دې دي هیڅ مبارزه نه وي سوې، او خلافت دې رامنځته سي، له ستونزو څخه خلاصون په دې معنی نه دي، چې خلیفه وټاکه او بس؛ بلکه یو داسي نسل وروزه چې د خلافت په صحیح معنی حقدار، او شته مشکلاتو سالمه ننداره او د وتلو لپاره ځانګړې مبارزه ولري، فائده خو دې کښي نده چې تسمیه څنګه وټاکل سي، بلکې حقیقت دادی چې مسمي څنګه د اسلام د برم، مجد او احیا لپاره کار کولای سي.

‏د ګوند بله کمېوري داده چې ټول عمر یې له اسلامي مفکرینو، پوهانو، او اسلامي فکري تحریکونو سره په جګړه اخته وي، همدا د دوی په دستور، اساساتو او ضوابطو پر نیمګړتیاوو دلالت کوي.

‏نور بیا…

Like
Comment
Share
Adibhamza12 profile picture Adibhamza12 profile picture
Adibhamza12
2 yrs

‏د ⁧‫#حزب_التحریر‬⁩ بنسټ اېښودونکۍ او بنسټ اېښودنه!

‏د ⁧‫#حزب‬⁩ بنسټ اېښودونکۍ فلسطینی عالم شیخ تقي الدین نبهاني دی، دی په کال ۱۹۰۹ کې دا جزم په کلي کې زېږېدلی، لومړنی زدکړي یې پخپل کلي وکړلې، وروسته د مصر په جامعة الازهر کښي شامل سو…

‏بنسټ اېښودونه!

‏په دې خو موږ او تاسو ټول پوهېږو چې اخواني فکر د ټولي اسلامي نړۍ او د هغې د هیلو پوره کولو لپاره د کفر په مقابل کښي د ډال او سپر حیثیت درلود، د غربي نړۍ غلامانو رژیمونو ددې فکر خوځښت او حرکت ډېری علماء او مشایخ، پوهان او مفکرین اعدام او یا یې په ابدي بند محکوم کړل، ددې لپاره چې دا خبره په ثبوت ورسیږي اخوانین مطالعه کړئ،چې ټول له سرښیندونو او قربانیو څخه ډک دی.

‏بالاخره د غربي نړۍ فکري استادانو داسي طرحه جوړه کړه، ترڅو له اخواني فکره ځوانانو څخه خلاصون ومومي، نوپ ځوانانو ته یو داسي فکر ورکړي ترڅو همدا ځوانان دا فکر له ځانه سره واخلي چې جامع او شامل فکر دی، خو ټول ژوند او مبارزه یې ضایع وګرځوي، داسې یو فکر چې هیڅ اساس نلري، او فقط د اوبو پر سر یوه کرښه وي.

‏په همدې اساس یې د ⁧‫#حزب‬⁩ مؤسس نبهاني وهڅوی چې ترڅو له اخوان المسلمین څخه جلا او په بې اساسو افکارو او ضوابطو د نوپ حزب بنسټ کېږدي، شهید القرآن استاد سید قطب رحمه الله قدس ته ورغلی، او هلته یې د شیخ نبهاني سره زیاد بحث وکړ او ګډي مبارزې ته یې وهڅوی، په دې اړه استاد دفتحي یکن رحمه الله ډېر ښه ویلی:

‏هغه عمل چې ترټول کارونو اسلامي مبارزې او داعیانو ته زیان رسوونکۍ تمامیږي هغه د اسلامي تحریکونو ډېروالی دی، چې پر ټولنه ډېر منفي اغیز کوي، مسلمانان په خپل مینځ کې مصروفوي او خپلو اصلي ارزښتونو څخه یې لیري کوي.

‏وروسته نو ددې تحریک افراد بالکل بدل سي او د هغه سنګر خلاف سنګر ونیسي چې دی پکښي رالوی سوی وي، او د هغه کور د ورانولو کوښښ کوي چې دوی پکښي روزل سوي وي، د نوم او شهرت خاوندان سي، بله لا دا چې پر هغه چا کافر سي چې ده ته یې اسلام ښودلی، نو ځکه نوي ځوانان چې لا تراوسه یې روزنیز فعالیت ټیټه درجه کې وي، او د هر څه تحقیق او تکفیف نسي کولای.

‏خو نبهاني چې د هوی او هوس پر آس سپور ؤ، د شهیدالقرآن نصائحو ته غوږ کېنښودل، هماغه ؤ چې پر بې اساسه افکارو د ⁧‫#حزب_التحریر‬⁩ بنسټ کېښود، ځکه په اسلامي تحریکونو کې کله کله داسې اشخاص پیدا کیږي چې،
‏۱: د کبر، غرور، او ځان مینتوب په مرض اخته وي.
‏۲: یا د شهرت په رنځ اخته وي.
‏۳: د بدنیتي او پر نورو د نه پیرزوه کېدو په رنځ اخته وی.
‏۴: د خپل خیټي او مال سخته ګټه وي…

‏همداؤ چې د ذکر سوي عواملو له امله شیخ نبهاني دړې پر ځای چې د خلافت سره خپله ملګرتیا وپالي د نوي حزب اعلان یې وکړ.

‏کله کله تاسو ددې حزب اساسات په عادلانه عینکو او سالم دماغ ولولئ، نو درته معلومه به سي چې فقط افواهات دي او ځان خطا ایستل دي.

‏⁧‫#حزب‬⁩

Like
Comment
Share
Adibhamza12 profile picture Adibhamza12 profile picture
Adibhamza12
2 yrs

‏د اسلامي امت د ستر نهضت پر وړاندې صلیبي نړۍ هغه مکار فریبونه وکارول چې بیده اسلامي نړۍ او د هغه واکمنان اوس د غلامۍ حس کوي، البته دوی سل کاله ترمخه غلامان وه.

‏د ⁧‫#فکري_جګړې‬⁩ تأثر وو چې زموږ ویاړلی تعلیمي نصاب، ځواکمن ځوان قشر، او زموږ راتلونکۍ د غرب پر اشارو درومي، د فکري جګړې تأثر وو چې د خپل لوړ برم، ستر راج او خپل مبارک خلافتونو د ارزښتونو څخه بې پرواه، او په عیاشیو بوخت سولو.

‏مطلب مي دادی چې د خپل ځان د راپورته کولو په موخه باید ځیني کارونه ترسره سي، چې زموږ تېر برم بیرته اعاده کولای سي، او د فکري جګړې محکم سنګریز ماحول نور هم ویاړلی سي.

‏1: خپلمنځي اختلافات لمنځه وړل
‏2: تعلیمي نصاب برابرول هم د نارینه او هم د ښیځینه لپاره
‏3: د ځوان قشر د عیاشیو څخه راګرځول پر منطقي لارو
‏4: د ارامښت ماحول، د صفا شرعي تجارتونو ضمینه برابرول، چې د نوي نسل د همرازۍ تقاضا ده.

‏دا ځیني اساسي شیان دې چې زموږ لوړ برم یې د زیر خاک کړ، او بیرته به پر دې راګرځو.

‏⁧‫#فکري_تأثر‬⁩

Like
Comment
Share
 Load more posts
    Info
    • Male
    • posts 10
About

ادبیات

    Albums 
    (0)
    Following 
    (5)
    Followers 
    (405)
    Likes 
    (0)
    Groups 
    (0)

© 2026 Malgari

Language

  • About
  • Directory
  • Blog
  • Contact Us
  • Developers
  • More
    • Privacy Policy
    • Terms of Use
    • Request a Refund
    • Child Safety Standards

Unfriend

Are you sure you want to unfriend?

Report this User

Important!

Are you sure that you want to remove this member from your family?

You have poked Adibhamza12

New member was successfully added to your family list!

Crop your avatar

avatar

© 2026 Malgari

  • Home
  • About
  • Contact Us
  • Privacy Policy
  • Terms of Use
  • Request a Refund
  • Blog
  • Developers
  • More
    • Child Safety Standards
  • Language

© 2026 Malgari

  • Home
  • About
  • Contact Us
  • Privacy Policy
  • Terms of Use
  • Request a Refund
  • Blog
  • Developers
  • More
    • Child Safety Standards
  • Language

Comment reported successfully.

Post was successfully added to your timeline!

You have reached your limit of 5000 friends!

File size error: The file exceeds allowed the limit (23 MB) and can not be uploaded.

Your video is being processed, We’ll let you know when it's ready to view.

Unable to upload a file: This file type is not supported.

We have detected some adult content on the image you uploaded, therefore we have declined your upload process.

Share post on a group

Share to a page

Share to user

Your post was submitted, we will review your content soon.

To upload images, videos, and audio files, you have to upgrade to pro member. Upgrade To Pro

Edit Offer

0%

Add tier








Select an image
Delete your tier
Are you sure you want to delete this tier?

Reviews

In order to sell your content and posts, start by creating a few packages. Monetization

Pay By Wallet

Add Package

Delete your address

Are you sure you want to delete this address?

Remove your monetization package

Are you sure you want to delete this package?

Unsubscribe

Are you sure you want to unsubscribe from this user? Keep in mind that you won't be able to view any of their monetized content.

Payment Alert

You are about to purchase the items, do you want to proceed?
Request a Refund

Language

  • Arabic
  • Bengali
  • Chinese
  • Croatian
  • Danish
  • Dutch
  • English
  • Filipino
  • French
  • German
  • Hebrew
  • Hindi
  • Indonesian
  • Italian
  • Japanese
  • Korean
  • Pashto
  • Persian
  • Portuguese
  • Russian
  • Spanish
  • Swedish
  • Turkish
  • Urdu
  • Vietnamese