*چې دښمن ونه لرې پرمختګ نه شې کولای*
دښمن درلودل له څو وجوهاتو ښه دی، یو به د دوست قدر درمعلوم سې، بل دې دښمن کوښښ کوي چې عیبونه دې در پیدا کړي، امام ابن سیرین وایي زه تر دوست پر دښمن ډېر منت باره یم ، احسان یي را باندي دی، ځکه چې دوست مې عیبونه له ما پټوي خو دښمن یي ښکاره کوي ، بل دا چې دښمن دي مقابله کوې ، مقابل درلودل انسان و وړاندي تللو ته هڅوي، همت یي را پورته کوي ، منافس أو مقابل درلودل د انسان کهالې او کسالت أخلي، ځان مکلف احساسوي، تل هڅه کوي چې له منفي صفاتو ځان خلاص کړي، حمیده صفات په ځان کي پیدا کړي، أرسطو ته یو قول منسوب دی چې بې دښمنه سړی لوړ کارونه نشي کولای.
په خواله رسنیو کي د طالب دښمن ښه دی چې شته ، خو چې صرف دې نامرده دښمن دروغ نه ویلای ، که حق یي ویلای لومړی به موږ ورسره بدرګه کولای، دا مو د رب تعالی سره عهد دی چې قلم به دده د رضاء لپاره څرخوو ، له هغه ذلته پناه غواړم چې قلم د بنده د رضاء لپاره استعمال کړم.