روژه او قرانکریم به شفاعت کوي (الحدیث)​
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: روژه او قران به دواړه د بنده لپاره شفاعت کوي. روژه به وايي: ای زما ربه! ما دی د ورځي د خوراک او شهوتونو څخه منع کړی وو نو دده په حق کي زما شفاعت قبول کړه او قران به وایي: ما دی د شپې د خوب څخه منع کړی وو نو زما شفاعت دده په حق کي قبول کړه. نو د دواړو شفاعت به قبول سي. صحيح الجامع" (7329) (رواه البیهقي في شعب الایمان)

image

رسول الله ﷺ فرمایي
مسکین ته خیرات او صدقه ورکول یو خیرات او صدقه ده، او خپلوان ته خیرات ورکول دوه د ثواب کارونه دي خیرات او خپلوي پالنه الله پاک به دوه اجره درکړي

#shahzadanadeem
رواه الترمذي

image

[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 147]

كه تاسي شكر كوونكي بندګان اوسئ او د ايمان لاره غوره کړئ، نو د خداى په دې کښي څه دي چي هرو مرو دې سزا درکړي. الله ډېر قدردان او د ټولو په حال ښه پوه دي.

image

#حدیث‌شریف
رسول الله ﷺ فرمايلي دي:
څوک چې ۱۰۰ ځلې (#لا_اله_الا_الله) ووایي، د آسمان او ځمکې تر منځ چې کومه فاصله ده، الله تعالی به ورته همدومره اجر ورکړي.
(رواه احمد)

image
About

قران کريم ترجمه په پښتو ژبه کې

او حدیث شریف په پښتو ژبه کې