نورالرحمان رحماني Cover Image
52 people like this
0093767068206

انسان ته ولې خپل وایس میسج یا رېکارډ شوی غږ بدرنګه ښکاري؟

تاسو بۀ هم داسې یاست چې خپل غږ بۀ مو بدې راځي او چې کله چا ته وایس میسج وکړئ، وروسته یې واورئ؛ نو یو ډول د شرم احساس کوئ. دا چې یو انسان ولې له خپل غږ نۀ کرکه کوي، څو لاملونه لري.

لومړی؛ کله چې موږ غږېږو؛ نو موږ خپل غږ له دوو سرچینو څخه اورو، یو خو دا وي چې موږ کله غږېږو، له خولې څخه خپل غږ د هوا له لارې بېرته پۀ غوږونو اورو او دویم یې دننه د “vocal cord” په مرسته اورو؛

خو کله چې موږ خپل ثبت شوی غږ اورو؛ نو یوازې له یوې سرچینې څخه یې اورو چې هغه بهرنۍ سرچینه ده؛ نو ځکه راته خپل غږ نا اشنا او پردی ښکاري.

بل لامل یې دا هم دی چې موږ خپل ثبت شوی غږ ډېر نه اورو. که زیات یې واورو، بیا به راته داسې نا اشنا نه برېښي.

ارواپوهان وایي چې که آینه نه وی او موږ خپل ځان زیات نه لېدلی؛ نو کۀ ډېر وخت پس مو خپله څېره هم په اوبو یا بل څۀ کې لېدلې وی، څېره بۀ مو راته هماغسې نا اشنا او ډاروونکې ښکاره شوې وی، لکه اوس چې راته خپل غږ ښکاري.

حل لاره دا ده چې خپل ثبت شوی غږ زیات واورو. هر کله چې خپل ثبت شوی غږ په وار وار سره وارو، بیا راته نا اشنا نه ښکاري.

image

دېته شېشه يي چونګښه 🐸 يا glass frog وايې ليس اوچرمې پکې له ورایه ښکاري.

image

د ادرک اوبه

د وزن کمولو او د وینې لوړ فشار لپاره ښه درمل دي! هر څوک د لیمو د اوبو په ګټه پوهېږي، خو اوس طبي ماهرینو د “ادرک” د اوبو بې شمېره طبي ګټې روښانه کړي. ادرک عموما زموږ په خواړو کې کارول کېږي او په هر کور کې شتون لري، د دې اوبو سهار په نهاره څښل یوازې د چاغوالي له منځه وړلو، د وینې فشار او کولیسټرولو په کنټرول کې مرسته کوي. ماهرین وايي، چې د ادرکو د اوبو منظم کارول د وینې فشار ټیټوي ، د دې انفلاسیون ضد ایجنټ او انټي اکسیډینټ هم د سرطان پروړاندې دفاع کوي. د ادرک اوبه د هاضمي ستونزې او د ملا درد اراموي یا هم کموي. د ادرک د اوبو جوړولو طریقه: لږه اندازه د ادرک ټوټې، یو نیم لیټر اوبه او یو لیمو واخلئ. لومړی اوبه د اېشولو لپاره په اور کېږدئ، کله چې اوبه په جوش راشي ، بیا د ادرک ټوټې ور اضافه کړئ او پرېږدئ چې د ۱۵ څخه تر ۲۰ دقیقو پورې په ټیټه تودوخه وه واېشېږي. د اوبو له ښه جوش وروسته یې یخې کړئ او لیمو وراضافه کولو سره یې وڅښئ. د طبی ماهرینو په وینا، که چېرته دا نسخه سهار کې په نهاره وکارول شي، نو ډیرې ګټې لري. ماهرین وايي، چې د ادرک یو ګلاس اوبه باید د سهار سبانارې دمخه او یو ګلاس د ماښام ډوډۍ څخه مخکې وڅښل شي.

image

د بيزو دانې ناروغي MonkeyPox
ياده ناروغي کمه پېژندل شوې نادره ويروسي ناروغي ده، لومړی ځل پرې بيزوګان آخته شوي او وروسته يې انسانانو ته سرايت وکړ، د انسانانو ترمنځ يې د انتقال لويه وسيله د دوی ترمنځ فزيکي او جلدي تماس دی.
ثبت شوې پېښې:
تر اوسه په څه باندې ۲۰ افريقايي، اروپايي او امريکايي هېوادونو کې د دغه ويروس سلګونه پېښې تائيد شوې دي.
په افغانستان کې بيا د عامې روغتيا وزارت په کابل، هرات او نيمروز ولايتونو کې د مشکوکو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی.
د ناروغۍ نښې نښانې:
• تبه
• سردردي
• د عضلاتو درد
• لړزه او خستګي
• عمومي بې حالي
• په پوستکي باندې د دانو پيدا کېدل
وقايه او درملنه:
د نوموړې ناروغۍ لپاره تر اوسه هېڅ درملنه نده موندل شوې، د ياد ويروس د مخنيوي لپار جوړ شوی واکسین (۸۵) سلنه اغېزمن بلل شوی.
د وقايې اړوند اړينې لارښوونې:
• نظافت او حفظ الصحې ته پاملرنه کول
• د لاسونو پرېولل په اوبو او صابون سره
• له حيواناتو ترلاسه کيدونکې خواړه لکه غوښه او شيدې بايد په ښه توګه پاخه شي
• د کورنيو حيواناتو روغتيا ته پاملرنه کول
• د نوموړي ويروس د لېږدوونکو حيواناتو سره له تماس ډډه کول

image

د کرنې لپاره په سولر باندې د ځمکې لاندې اوبو استخراج یو خطرناک کار دی چې ما يې په اړه پخوا هم لیکل کړي. تازه اوس یوه بله لیکنه لاس به لاس کېږي چې د ځمکې لاندې اوبو څخه په کرنه کې باید کار وانه خیستل شي. زه یې تاییدوم او مسولینو ته سپارښتنه کوم چې مخنیوی یې وکړي.
حل لار یې د باران اوبو ځمکې ته چارچ کول دي چې د وچو برمو په مرسته په اسانۍ ترسره کېدای شي. همدارنګه په خوړونو او درو کې د ډبرو او نورو محلي موادو څخه کوچني بندونه جوړول ډېر موثر دي.
هغه بزګر چې د ځمکې لاندې اوبو لپاره سولر کاروي، باید بېرته ځمکې ته د کارول شویو اوبو معادل اوبه ژمۍ یا د اورښت پرمهال چارچ کړي. که داسې ونشي، راتلونکی خطرناک دی او د ځمکې لاندې اوبو زېرمې خلاصېدونکې دي!

image
About

دلته درته علمي مطلبونه خپروو.