RTA Pashto Cover Image
RTA Pashto Profile Picture
RTA Pashto
@RTAPashto
248 people like this

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې افغانستان کې د داعشي ډلې د تعداد په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې حقیقت نه لري.
نوموړی زیاتوي، چې داعشي فتنګر له پخوا په مراتبو کم او ځپل شوي دي.
د ښاغلي مجاهد په وینا؛ د امریکایي چارواکو له لوري له دې موضوع سره دلچسپي او د هغوی بزرګنمایي پخپله له داعشي فتنه ګرو سره مرسته او هغوی ته کمپاین دی، چې باید ودرول شي.
#ملي‌تلویزیون

image

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد قطر ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د سرې میاشتې له مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې پر بېلا بېلو روغتیايي موضوعاتو، د افغان ډاکټرانو پر ظرفیت لوړونه او په لرې پرتو سیمو کې د روغتايي اسانتیاوو پر برابرولو بحث شوی.
د قطر د سرې میاشتې سکرتر جنرال د روغتیا په برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به له افغانستان سره د دوو روغتونونو د تمویل په موخه ۱۷ میلیونه ډالر مرسته وکړي.
#ملي‌تلویزیون

image

لغمان کې د احصایې او معلوماتو ادارې مسولین وايي؛ په ۱۴۰۱ کال کې یې د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو د وېش له درکه څه باندې ۱۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې د تېر کال په پرتله ۵۴ سلنه زیات دي.
#ملي‌تلویزیون

image

ملي دفاع وزارت وايي، چې د البدر قول اردو ابودجانه لوا تخنیکي ټیم څه باندې ۳۰۰ ویجاړ او له کاره لوېدلي نظامي وسایط بیا رغولي دي.
په دې وسایطو کې ۱۲۵ هاموي شوبلې، ۲ ضربتي ټانکونه، ۴ اکمالاتي ټېلر، ۱۰ غټ او کوچني پورکلیف موټرونه او ۱۵ هاموي امبولانسونه شامل دي.
#ملي‌تلویزیون

image

ملي دفاع وزارت وايي، چې د ستراتیژیکو ضد استخباراتو ریاست یې تېره ورځ د #ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي.
یاد وزارت زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ۱۰ کړۍ د وسایطو ضد روسي ماینونه ترلاسه شوي دي.
#ملي‌تلویزیون

image
About

Afghanistan broadcaster since 1925. RTA delivers national and international news, insightful analysis, and must-see videos.

Viewst animation
1665234133041529753
پدې ځای کې ستاسې خبرتیاوې او اعلانات منل کیږی
دخپلو سوداګریزو چارو د لاپرمختګ لپاره له ملګري سره اعلانات وکړئ
Your Ads here
833 X 80
اعلان شما در اینجا
info@malgari.com