په 2022 زیږدیز کال کې د کلي عامه کتابتون خوځښت او کلي خیریه بنسټ د نورو فعاليتونو تر څنګ يوه مهمه او غوره لاسته راوړنه ویب سایټ جوړول وو. چې مالي لګښت یې د هېواد علمي شخصیت، په جرمني هېواد کې د زیګن پوهنتون استاد او د نړيوال پلان جوړونې مدیریت د انستیتوت مرستیال ښاغلي انجنیر احمد الیاس وردګ صیب په غاړه واخیست.
موږ له قدرمن وردګ صیب څخه د زړه له تله مننه کوو، کور ودانی ورته وايو او د دې لويې مرستې په بدل کې د الله له دربار څخه په دنيا او اخرت کې نېکه بدله غواړو.
درنو وروڼو او خویندو! په دې هیله چې زموږ له ويب سایټ څخه ليدنه وکړئ او خپلې نېکې نظریې مو راسره شریکې کړئ.
په درنښت.
https://villagecharity.org/