قال النبی صلی الله علیه وسلم ۔۔۔۔
ان الدنیا حاوة خضرة وان الله تعالی مستخلفکم فیها فینظر کیف تعملون فاتقوا الدنیا والتقوا النسآء ” الحدیث “

image

د مجاهدینم وروڼو یو ښایسته اتړ ۔۔۔۔۔۔۔
پیج در سره لایک کړﺉ ۔۔۔

image

ملامحمد عمرمجاهد څوک وو ؟
تر آخره یې ولولﺉ ۔
ملامحمد عمر مجاهد رحمة الله علیه د ملا غلام نبي زوی د ملامحمد رسول لمسی، د ملا بازمحمد کړوسی او په قوم هوتک وو. په ۱۳۳۹ کال کې دکندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د چاه همت کلي په يوه متدينه او علمي کورنۍ زېږيدلی وو.
خدای بښلی مجاهد پنځه کلن وو چې پلار يې وفارت شو او سرپرستي يې ترونو ( مولوي محمد انور او مولوي محمد جمعه) په غاړه واخېسته. ترلومړنۍ او منځنۍ کچې دينې زده کړې يې د ارزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ شهرکهنه سيمې د مولوي محمد انور مدرسه کې له خپلو ترونو ترلاسه کړې خو پر افغانستان د پخواني شوروي يرغل له امله يې د لويې دورې زدهکړې نيمګړې پاتې شوې او د حرکت انقلاب اسلامي ګوند اړونده جهادي جبهه کې وسلوال جهاد ته مخه کړه.
خدای بښلی ملامحمدعمر مجاهد په لنډه موده کې د خپلې تقوا، زړورتوب او درايت له مخې د خپلې جبهې مشر وټاکل شو چې دو ځله له دښمن سره په مخامخ جګړه کې ټپي هم شو. له هغه وروسته په ۱۳۶۲ کال کېکندهار ولايت ته ولاړ او په میوند,پنجوايي، ډنډ او ژیړۍ ولسوالیوکې يې د مشهور جهادي قومندان فیض الله اخندزاده په مشرۍ جهادي فعاليتونه پيل کړل او د (آر، پي، جي ) راکټ انداز په ويشتلو کې د ډېر مهارت له امله يې خورا شهرت پيدا کړ چې حتی يوه مرمۍ به يې هم خطا نه تله. دغه مهال په درېيم ځل هم په کيڼه سترګه ټپي شو او خپله يوه سترګه يې هم له لاسه ورکړه.
په ۱۳۷۱ هـ ش کال کې چې کله د شوروي اتحاد له ملاتړ برخمن د نجيب کمونستي حکومت نسکور او مجاهدين واک ته ورسيدل مرحوم لوی ملاصيب يو له هغو مجاهدينو څخه وو چې خپله وسله يې پر ځمکه کېښوده او د خپلو نيمګړو درسونو د بشپړولو په موخه يې مدرسې ته مخه کړه او د دې ترڅنګ يې د ژيړۍ ولسوالۍ په حصار کلي کې يې د حاجي محمد ابراهيم جومات تر ځنګ يوه دينې مدرسه هم جوړه کړه.
خوکله چې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د واک پر سر تنظيمي جګړې پيل شوې، په کليو او بانډو کې پاټکونه جوړ شول او د هېوادوالو ځورنې، غلاوې، فساد، لواط او زناوې اوج ته ورسيدې، د افغانانو د سپيڅلي جهاد پايله له خاورو سره خاورې شوه او حتی د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې يو ظالم قومندان « شټګ» د واده له ورا څخه زوم راکښته او شهيد او ناوې يې په زور سره ځان ته واده شوه، د مرحوم ملا صيب او نورو اصيلو مجاهدينو د صبر کاسه هم تمامه شوه او د يو کمين په ترڅ کې يې شټک قومندان په قتل ورساوو او ناوې يې بېرته ورنه راوګرځوله. په همدې ترڅ کې د ۱۴۱۵ هـ ق کال د محرم الحرام مياشتې په ۱۵ مه د پنجوايي ولسوالۍ په زنګاوات سيمه کې د جهاد د وخت عمومي قاضي مولوي سيدمحمد په مشرۍ د عالمانو يوه غونډه جوړه شوه او په ترڅ کې يې د مرحوم اميرالمومنين په مشرۍ د ظلم پر وړاندې د قيام پرېکړه وشوه او ټولو مجاهدينو له دغه غورځنګ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ چې په دې سره د طالبانو اسلامي تحريک بنسټ ډبره کېښودل شوه .له هغه وروسته لوی ملا صيب له خپلو ملګرو سره له سنګيسار څخه زنګاواټ سيمې ته راغی او د سرور نومي کس څخه يې يو موټرسايکل په امانت واخيست څو له مدرسو څخه خپل پخواني ملګري راټول او په خپلو ليکو کې يې تنظيم کړي. هغه په خپله يوه وينا کې ويلي: « لومړی يوې مدرسې ته ورغلم چې څلوارلسو طالب علمانو پهکې زدهکړې کولې. هغوی راته وويل چې يوازې د جمعې په شپه چې له درسونو فارغ وي، همکاري راسره کوي، کله مې چې له هغوی نه وپوښتل چې جمعې پرته څنګه؟ هغوی چپ پاتې شول. همدارنګه يوې بلې مدرسې ته لاړو هغه طالبانو راسره خپل نومونه ثبت کړل چې شمېر يې ۲۵ تنو ته ورسيد. بيا حاجي بشر ته ورغلو هغه د دوو موټرو او څو ميله وسلو مرسته راسره وکړه. له هغه وروسته د ميوند ولسوالۍ کشک نخود سيمې ته راغلو، نور کسان هم برابر شول او ورځ تر بلې مو شمېر زياتيده. لهکشک نخود سيمې څخه خپل تحريک پيل کړ او په کمه موده کې مو د کندهار ډېری سيمې فتحه کړې، قول اردو قومندان ملا نقيب هم خپله وسله راته په ځمکه کېښوده چې په دې سره مجاهدينو ته ډېره وسله په لاس ورغله او په ډول ډول وسلو سمبال شول»
بالاخره د ۱۳۷۵هـ ش کال د وري په ۱۵ مه په کندهار کې ۱۵۰۰ تنو جهده عالمانو يوې سترې غونډې په ترڅ د طالبانو اسلامي تحريک د « افغانستان اسلامي امارت» په نوم ونوماوو، ملا محمد عمر مجاهد ته يې د اميرالمومين لقب ورکړ او د برهان الدين په مشرۍ د کابل اداره يې واجب العزل وګڼله.
د فقيد اميرالمومنين په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت په کمه موده کې د کابل په شمول د هېواد کابو ۹۵ سلنه خاوره تر خپل حاکميت لاندې راوستله او شرعي حدود او اسلامي شريعت يې په کې نافذ کړ.
دا چې په افغانستان کې يو مقتدر او واحد اسلامي نظام د امريکا په مشرۍ کفري نړۍ ته د زغم وړ نه وو، نو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د يوولسمې پيښه کې يې د لاس لرلو په تور يې د شهيد اسامه بن لادن د سپارلو غوښتنه وکړه خو لوی ملاصيب ته دغه چاره د اسلامي احکامو او افغاني غرور سره په ټکر کې ښکاره شو او له امريکا يې په دغه پيښه د شهيد بن لادن د لاس لرلو په اړه شواهد وغوښتل چې په دې صورت کې به اسامه په درېيم هېواد کې محاکمه شي. دا چې امريکا پر افغانستان د بريد لهپاره بهانې لټولې، نو د ۴۸ هېوادونو په نظامي، استخاراتي او سياسي ملاتړ يې پر افغانستان بريد وکړ.
که څه هم امريکايانو د مرحوم ملاصيب د موندلو او وژلو لهپاره په ميليونونو ډالر جايزې اعلان کړې وې،خو تر پايه په دې کار بريالي نهشول، بالاخره د اشغال پر وړاندې له ۱۳ کاله نه ستړې کيدوونکې مبارزې او مجاهدت وروسته د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کې د خپل معتمد ملګري ملاعبدالجبار عمري په کور کې د ناروغۍ له امله په حق ورسيد او په دې سره يې کفري نړۍ ته دا ثابته کړه چې هغه داسې ملګري لري، د خپل مشره يوه کوته هم له ټولې نړۍ سره نه برابروي.
امریکاييجنرال «جان رابت» په خپله يوه مقاله کې ليکلي: «ملاعمر زموږ دښمن وؤ خو یو نر دښمن مو وو. دا به د امریکا په تاریخ یو ویاړ وي چې موږ داسې دښمن هم درلود چې سرتیرو به يې تر ځان بمونه تړل او زموږ پر ټانګونو به يې راځغاستل.که زه افغان وای، نو د هغه سرتيری به ووم، حتی که مسلمان هم نهوای»
مشهور پاکستاني ليکوال او ژورناليست رحیم الله "یوسفزی" ويلي:« ما د نړۍ د وخت له ډېرو رهبرانو سره په شانداره ماڼيو کې مرکې کړي، خو د يوه تر اغېز لاندې هم نهيم راغلی، خو کله مې چې له اميرالمومنين مرحوم مجاهد صيب سره مرکه کوله پر بدن مې يو ډول لړزه راغله او هرڅه مې له ياده ووتل خو کله چې ملا عمر غږ راباندې وکړ، بېرته مې ځان عادي حالت ته راووست»
د عربي نړۍ نامتو عالم فقیه العصر شیخ عبدالله ناصح علوان ويلي « ما ټول تاریخونه مطالعه کړل خو د ملامحمد عمر مجاهد په څېر کس مې ونهموند»
د پاکستان د نشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي ويلي: « د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزير نصرالله بابر راته وويل، زه له ملامحمد عمر سره د غرمې په ډوډۍ ناست ووم له هغه مې وغوښتل چې د ډېورند موضوع حل کړي، هغه دومره راباندې غوصه شو چې حتی د لاس مړۍ يې راباندې وغورځوله او له دسترخوان څخه يې پاڅولم»
د پاکستان دکراچۍ ښار د احسن العلوم مدرسې مشهور عالم شیخ التفسیر والحدیث حضرت مولانا مفتي زرولي خان ويلي: « موږ درې سوه علماء د ملامحمد عمر مجاهد د ليدو لهپاره له پاکستان څخه کندهار لاړوو. د علماوو په استازولۍ ما خبرې وکړې او ملاعمر ته مې وويل چې اسامه امریکا ته وسپاره، ځکه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم هم صحابه کرام کافرانو ته سپارلي او په دې سره به ستا امارت دوام پیدا کړي. هغه راته په ځواب کې وويل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له سولې وروسته دغه کار نهدی کړی او رانه ويې غوښتل چې داسې يو شرعي دليل ورته پيدا کړو چې پر بنسټ يې کافرو ته د مسلمان تسليمول جواز ولري نو زه به هم دا کار وکړم. موږ ټول چپ پاتې شو، د هغه دغه دريځ له امله مو په سترګو کې اوښې راغلې او له خپل راتګ پښيمانه شو»
ومن الله التوفیق"

image

په زړه پوری غمجنه ترانه ۔۔۔۔۔۔۔
ویډیو مخکي در سره شیر کړﺉ ۔۔۔
او پیج درسره لایک کړﺉ

About

سلامونه ۔۔۔۔۔
دلته به تاسو ته هر رقم تازه خبرونه تبصری او نوي په زړه پوري نعتونه نظمونه او اسلامی نشریات کیږي
هیله کوم پیج لایک او نشر کړﺉ
ستاسو ورور عباسې صاحب ۔۔۔۔ ه