راځۍ یو بل فالو کړو
هلۍ ګلانو
@owaismula
دړنګو پلو خاپونه
دچا دړنګو پلو خاپونه مــــي تــــرسترګو شي
په دغه لار دچا یادونه مـــي تـــر سترګو شي
د پوري غره پــه هسکه څوکه چي قدم وهمه
جانانه ړنګ ړنګ مورچلونه مي ترسترګو شي
دهدیرې تـــرڅنګ تیرېږمه خاموش پراته دي
دشوخو شوخـو مزارونه مـــي تر سترګو شي
لـــه ډرون وهلي موټرګاټ سره پراته سوځلي
دچا ټوټه ټوټه هــــډونه مي تـــــر سترګو شي
تا چي کــــولې پـــه بې سیم درخصتي خبري
دا اخیري یـــو څو لفظونه مي تر سترګو شي
اویس تــــه پاتي دحجرې په آلمارۍ کي اشنا
څــــو ګـــرد وهلي کتابونه مي تر سترګو شي
اویس ملا
غم کي دي شاعر غوندي غزل لیکم?
nasrullahh
Delete Comment
Are you sure that you want to delete this comment ?