په ۱۹۷۷ کې د Tatooine فلم سناریو داسې وه چې یوه سیاره په عین وخت کې د دوو ستورو پر شاوخوا را تاوېږي. همداراز، نصیر احمد احمدي صاحب هم په یوه ناول کې د تورې سیارې په نوم یوه سیاره د دوو لمرونو پر شاوخوا را تاو کړې ده.
اته میاشتې مخکې، زموږ له لمریز نظام ور هاخوا د نورو سیارو پلټونکو روباټونو د TIC 172900988b په نوم یوه خارجي سیاره وموندله چې په عین وخت کې د دوو ستورو پر شاوخوا را تاوېږي. دا یوه ګازي سیاره ده چې په اندازه کې زموږ له مشتري سیارې سره برابره ده، خو کتله یې درې ځلې تر مشتري زیاته ده.
دا سیاره له موږ څخه په ۸۱۸ نوري کاله واټن کې پرته ده.
وکيل احمد عزيزي