بياهم د اختر باره کې....
هغه څه چې بايد په اختر کې ځانونه ترې وساتو!
مختار فاروقي:
۱
د اختر په ورځ د مړي غمرازي يا فاتحه خاني کول بدعت ده او ممنوع عمل ده.
۲
د لهو لعبو او منکراتو نه ځان ساتل :
لکه موسيقي اوريدل ، فلمونه کتل ، د پردیو ښځو او نارينه وو اختلاط ، قمار ، اسراف او داسې نورو نه ځان ساتل .
۳
اختر د مينې او صله رحمۍ اختر ده ، د خپلو خپوانو زيارت ، د خپلوي پالل ، د کينې او بغض ترک کول ، په فقيرانو او مسکينانو ، ګونډو او يتيمانو مهرباني او شفقت او د هغوی سره مرسته او مدد کول او د هغوی زړونو ته خوشحالي داخلول د زیات اجر او ثواب باعث ګرزي.
۴
مصافحه کول(لاس ورکول)نامحرمه ښځو ته لکه:
د خاله، عمه، کاکا، ماما لورګانو، ښینې(د ښځې خور) او داسې نورو ته.
۵
د دې ورځو خصوصیت کول.. زیارتونو ته د تګ لپاره، چې غالبا د نر او ښځو د اختلاط، فحشاء او حتی د شرک د کارونو باعث کیږي.
۶
د مړي والا کورته د فاتحه په غرض تلل، چې دغه کار د اختر د خوشحالی خلاف عمل ده(اختر د خوښۍ او خوشحالۍ د فضاء جوړول دي) یعنې هغه غم چې له یاده وتلی وي هغوی ته یې بیا په یاد راولي او تازه کوي یې، حتی په زیاتره ځایونو کې لیدل کیږي، که چیرې یو کال مخکې هم څوک مړ شوی یي خو اختر نه وي تیر بیا هم خلک د هغه کورته ورځي دیته د اختر دعا وایي په داسې حال کې چې په اسلام کي له درې ورځو زیات تعزیت کول جائز نه ده، بغیر له هغې ښځې نه چې میړه یې مړ شوی وي، چې تر څلور میاشتو اولس ورځو پورې باید زینت او سینګار پریږدي.
۷
په بعضي کورنیو کې یو څه موده مخکې مړی شوی وي وایي چې مونږ اختر نه لرو، او حتی نوې جامې هم نه اغوندي او د مسلمانانو د خوښۍ په مراسمو کې ځان شریک نه بولي، چې دغه عمل د الله تعالی او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له امر نه ښکاره سرغړونه ده.
۸
په بعضې علاقو کې د عرفات شپه د مړو شپه او د اختر شپي ته د ژوندیو شپه وایي، او دواړه شپې یي د صدقي ورکولوته خاص کړي یي،دغه کار هم بدعت ده
۹
د اختر په ورځ د سهار له لمانځه وروسته په دې عقیده هدیرو ته تلل چې مړي هم له اختر نه خبر دي.
۱۰
د اختر په ورځ قبرونو ته کشمش، نخود او د ګلانو اچول او د اوبو شیندل.
۱۱
په خوراک، میوو او نورو شیانو په برابرولو کې اسراف کول په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی او رسول الله( صلی الله علیه وسلم) له اسراف نه منع کړې ده.
۱۲
د پنځه وخته لمونځونو نه کول، او یایې د جماعت پریښودل، چې حتی په ډیرو سختو حالاتو کې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هم د هغه پریښودلو ته اجازه نه ده ورکړې.
۱۳
د هر هغه عمل کول چي د خلکو د ضرر او تکلیف سبب سي، لکه د پټاقیو، تمانچو او داسې نورو استعمال، هګۍ جنګول،چهارمغز، قطعه بازي، او د قمار نوري لوبي، چې په زیاتو ځایونو کې بې باکه او حتمي کیږي.
۱۳
سپي جنګول، چرګان جنګول، مړزان (بودنه) جنګول او داسې نور.
۱۴
په نکريزو لاس او پښې سره کول د نارينوو لپاره
نور بیا ان شاالله...