د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې څلور کسان شهیدان او یو بل ټپي شوی دی.
لومړۍ پېښه د شباغلي کوتل پر لاره د کرولا او هینو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې درې کسان شهیدان او یو بل ټپي شوی دی.
په دویمه پېښه کې د خواجه غایب په سیمه کې یو ټکسي کرولا له سړک څخه اوښتې، چې له امله یې یو کس شهید شوی دی.
د پېښو لاملونه د موټرچلوونکو بېاحتیاطي او له حده زیات سرعت بلل شوي دي.