د امریکا ولسمشر «ډونلد ټرمپ» پرون یو ځل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شیبه وبلله او ویې ویل «د بگرام اډه دا مهال د چین لخوا اشغال شوې ده.»
«ډونلد ټرمپ» پرون یو ځل بیا جو بایډن یو احمق بللی او زیاته کړې یې ده چې ده به بگرام اډه د افغانستان لپاره نه بلکې ددې لپاره ساتلې وای چې دا اډه له هغه ځایه چې چین پکې اتمي وسلې جوړوي فقط یو ساعت فاصله لري.