د وسلوال پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت د دفاعي ځواکونو فراغت غونډه کې نویو روزل شویو ځوانانو ته په خطاب ویلي: «تاسو د دښمنانو په وړاندې خپل چمتووالی ونیسئ او خپل ځواک وښایاست، څو له هر ډول تېري څخه خوندي واوسئ او له خپلې خاورې څخه دفاع وکړئ.»
نوموړي همدا راز زیاته کړې، تل هڅه شوې چې په عصري وسایلو سمبال او په مسلکي زده کړو سمبال اردو جوړه کړو.
ده هغو هېوادوالو ته په اشارې چې د نورو په لمسون افغان خاوره کې د بې ثباتۍ هڅه کوي ویلي، راشئ خپل هیواد کې باعزته ژوند وکړئ او په خبره یې، نور د پردیو په اشارو دلته تخریبي کړنې مه ترسره کوئ او د نورو د ګټو مه ښکار کیږئ.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto