@RTAMAIDANWARDAK
د میدان وردګ ولایت مقام د کارکوونکو چارو آمریت له لوري، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دفتر سره په همغږۍ، د جغتو ولسوالۍ ملکي کارکوونکو ته د عملیاتي پلان جوړونې، محرمو اسنادو او اطلاعاتو د خونديتوب، اداري مراسلاتو او راپور لیکنې په اړه شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د یاد ورکشاپ موخه د کارکوونکو مسلکي وړتیاوو لوړول، د اداري چارو د ښه تنظیم او د پلان جوړونې، اسنادو خوندي ساتنې او معیاري راپور لیکنې له اصولو سره د هغوی بلدتیا ده.
د چارو ادارې عمومي رئیس، شیخ نورالحق انور د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ څین زایو سیمې ته په سفر د حضرت عمر فارق دارالحفاظ او مدرسې د حافظانو په فراغت غونډه کې وویل، چې د اسلامي امارت رهبري معنوي او اخلاقي پرمختګ ته د مادي ګټو په پرتله ډېر ارزښت ورکوي.
نوموړي له فارغو حافظانو وغوښتل، چې د قرآن کریم لارښوونې عملي کړي او د ښو اخلاقو او نېکو کړنو له لارې د ټولنې لپاره غوره بېلګې و اوسي.
د میدان وردګو ولایت مقام له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې د تېرې یوې اونۍ فعالیتونه
۱: سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶.۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د دوه پراختیایي پروژو پرانیسته.
۲: چک ولسوالۍ کې د شاوخوا ۵۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۳۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره اېښودل.
۳: د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په موخه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره کېدل.
۴: د کانونو ساتنې او قاچاق څخه د مخنیوي کمېټې غونډه ترسره کېدل.
د غزني د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست د غزني په واغظ ولسوالۍ کې له شپږ کلن کورني بند څخه د یوې ښځې د ازادولو خبر ورکړی دی.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ښځه د خپل خاوند له لوري شپږ کاله په کور کې په بند کې ساتل شوې چې له زیاتو جسمي او رواني شکنجو او ستونزو سره مخ شوې ده.
دغه ښځه د غزني د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست د محتسبینو، د امنیې قوماندانۍ او استخباراتو په همکارۍ له کورني بند څخه ژغورل شوې ده.
د ميدان وردګو ملي راډيو تلويزيون د ولس هينداره