@RahimdinKhan
ډېره وړه کیسه خو ډېره عبرت ناکه!
دوو وروڼو یو پسه حلال کړ او وروسته يې ټول کباب کړ مشر وروره هغه بل کشر ته وويل ورشه; ټول دوستان او خپلوان را خبر کړه چې کباب ورته ورکړو کشر ورور ولاړ او په کلي کې يې نارې شروع کړې, چې هله مرسته وکړئ کور مو وسوزېدل خو ډېر کم خلګ راغلل کله چې کورته راورسېدل اور نه و بلکې میلمستیا وه, مشر ورور یې ترې وپوښتل ولې دې هغه دوستان او خپلوان را ونه غوښتل کشر ورور يې ورته وويل همدغه کسان زموږ خپلوان هم دي, او نږدې دوستان مو هم, هغه خپلوان به څه کوو! چې زما د کور د سوزېدو په وخت کې يې يو سطل اوبه رانه وړې دوست هغه دی, چې په بده ورځ دې پکار شي د ښې ورځې دوستان ډېر دي.!
Qalamyar ✍️🖊️
#life