زړه مې څومره لویو ارمانونو ته هيڅ ووړ نه شو
پاتې د جانان معراج ته هیڅ د وصل پوړ نه شو
څو واره د ورکو هیلو وړانګو غېږه راکړله
بس له خپل نصیبه مې پرې یو ځلې زړه موړ نه شو
وخت رانه د يار د سادګۍ په اړه وپوښتل
بې له خاموشۍ مې بل ځواب په ژبه جوړ نه شو
کاشکې لږ د مینې له ښکلاو خبر شوی وای
تل وي له غوسې نه سره سکروټه، بیخي سوړ نه شو.
یوه د نیا غمونه یې په زړه باندې پرېوتي دي
چا نن چاته وویل، انس بې وخته زوړ نه شو؟

SrO LaMbO ToFaN
خدای له تا سره مینه لري انس
خدای هغه خلک ازمويي چې کوم یې خوښوي انس
Delete Comment
Are you sure that you want to delete this comment ?
Mohammad Rahman Rahimi
Delete Comment
Are you sure that you want to delete this comment ?
mohamadayuob shahab
انسه یاره ته هم دیوسف غوندې بشر یی
Delete Comment
Are you sure that you want to delete this comment ?