د هوسۍ د منډې چټکتيا په يوه ساعت کې له ۹۷ څخه تر ۱۰۰ کيلومتره ده او د زمري چټکتيا په يوه ساعت کې له ۵۷ څخه تر ۸۰ کيلو متره پورې ده ، نو بيا ولې هوسۍ د زمري ښکار کېږي؟
دا ځکه چې هوسۍ له وېرې په هرو پنځلسو ثانيو کې يو ځل شاته ګوري ، پدې سره يې چټکتيا راکمېږي او زمری يې نيسي.
که هوسۍ شاته و نه ګوري زمری نه شي پسې رسېدلی ، که هوسۍ پر خپله چټکتيا دومره باور ولري ، لکه زمری چې يې پر خپله پياوړتيا لري ، هېڅ وخت به د زمري ښکار نه شي.
دا زمونږ انسانانو د ژوند کيسه ده ، که پر ځان باور و نه لرو او په ژوند کې تل شا او تېرو خاطرو ته وګورو هم په ژوند کې شا ته پاتې کېږو او هم مو راتلونکی له لاسه وځي.
د داسي ښایسته مطالبو لپاره زموږ غوره معلومات او عبرتناکه کیسې کروپ درسره لایک او شیر کړئ . مننه !