*د ټکټر ټېلې د چپه کېدلو له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.*
تیره ورځ، د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه لسمې امنيتي حوزي اړوند سرپریکړې سیمه کي د یو تن هېوادوال ټکټر چي ټېله کي یې د کور کډه بار کړي وه، ښځي او ماشومان پکښي سپاره وه، زابر کي د چپه کېدلو له امله ۳ تنه شهیدان او ۵ تنه ټپیان سوي دي.
د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو آمر ملا عزت الله حقاني باختر خبري آژانس ته وویل: چي یاده پېښه په داسي مهال رامنځته سوه چي په یوه عراده ټکټر ټېله کي د کور ګډه بار وه، ۸ تنه نارینه، ښځي او ماشومان پکښي سپاره وه او غوښتل یې چي د خپل کور ګډه د يوي سيمي څخه بلي سيمي ته ولېږدوي چي د لسمې امنيتي حوزې اړوند سرپریکړې سیمه کي د ټکټر ټېلې د چپه کېدو له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
پیښه کي دوه تنه نارينه يوه ښځينه په شهادت رسيدلي او څلور تنه ماشومان او يوه ښځينه زخمیان سوي دي د پیښي ځای ته امنیتي ځواکونو پر وخت رسېدلي او زخميان یې ژغورلي چي فعلاً د زخمیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
راپور: باختر خبري آژانس/ هلمند
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۱ هـ ق
هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست!