د فراغت په ویاړ د مبارکۍ پیغام:
حداد فرهاد کلتوري مرکز مشرتابه او د کلتوري مرکز ټول ټیم د غزني ولایت ګیرو ولسوالۍ مالک بن قیس لیسې دولسم ټولګي فارغینو او د فارغینو کورنیو او ټول معارف پال ولس ته د زړه له تله مبارکي وړاندې کوي.
حداد فرهاد کلتوري مرکز یادو فارغینو ته په راتلوونکي علمي سفر کې هم له ستر څښتن عزوجل څخه هر اړخیزه بریا غواړي.
حداد فرهاد کلتوري مرکز د یادې لیسې د سږ(1401) تعلیمي کال ټولو فارغیدوونکو زده کوونکو ته د ستاینلیکونو او څه له پاسه شل تنو هغه شاګرادانو ته چې اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان وو د لباس چمتو کولو ویاړ او اعزاز هم په غاړه لري.
حداد فرهاد کلتوري مرکز مصمم دی چې د خپل ژمن ټیم په توسط د هېوادوالو لپاره مناسب زده کړیز چاپیریال برابر کړي.
د متحد او په ځان بسیا افغانستان په هیله.
حداد فرهاد کلتوري مرکز اداره



