@Qurashi
د ۱۹۹۷ کال په ډسمبر کې، د چاپېریال ساتنې فعالې جولیا بټرفلای هېل د امریکا د کالیفورنیا ایالت د «لونا» په نوم یوې لرغونې سرې ونې ته وخته. اټکل کېده چې دا ونه تر ۱۰۰۰ کلونو زیاته پخوانۍ وه.
هغې د ځمکې له سطحې شاوخوا ۱۸۰ فوټه پورته ژوند کاوه او د ونې د ژغورلو لپاره یې سختې شپې، توپانونه، ساړه او یوازیتوب وزغمل. موخه یې دا وه چې د ونو د پرې کولو مخه ونیسي. 💚
د هغې دا بېسارې هڅه ۷۳۸ ورځې روانه وه. بالاخره، د ۱۹۹۹ کال په ډسمبر کې، د ونو پرې کوونکې کمپنۍ ومنله چې لونا او د هغې شاوخوا یوه ټاکلې ساحه به خوندي ساتي.
یوه ښځه، یوه ونه او ۷۳۸ ورځې مبارزه؛ داسې هڅه چې د چاپېریال ساتنې په تاریخ کې یې نوم پاتې شو. 🌱 کاپی له نور محمد شینورای وال څخه