په غزني کې د ترافیکي پېښي له امله یو تن شهید او ۴۵ نور ټپیان شوې.
نن ورځ شنبه چې د غزني مرکز اړوند کابل کندهار په لویه لار د روضې کوتل ته څېرمه د یو عراده مسافر وړونکي د
'' پنج سدو هشتاد'' په نوم بس د تیز تګ له کبله د یوه تخریب شوي بلچک جر ته چې د جوړونې په موخه جر شوي وو د لوېدو له امله یو تن شهید او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۵ تنه ټپیان شول.
د امنیتي ځواکونو په قول د پېښي ځای ته د لویو لارو ساتونکو ځواکونو په وخت رسیدنه کړې او ټپيان یې د درملنې په موخه د غزني ملکي او حوزوي روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
په یاده سیمه کې د مسافرو د اجناسو او د نوموړي ''بس'' د ساتني په موخه ځینو امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې وه تر څو د یادو مسافرو اجناس وساتي.
کچېرته د يو چا تيليفون ته زنګ راتهٔ <br>و ته يې مه پورته کوه . <br>ه ته انسان يې. <br>#ټولنيز_نزاکتونه