Malgari Logo
    • Advanced Search
  • پښتو English دری
    پښتو More
    • Language
    • پښتوPashto
    • English
    • دریDari / Persian
    • العربيةArabic
    • বাংলাBengali
    • 中文Chinese
    • HrvatskiCroatian
    • DanskDanish
    • NederlandsDutch
    • Filipino
    • FrançaisFrench
    • DeutschGerman
    • עבריתHebrew
    • हिन्दीHindi
    • Bahasa IndonesiaIndonesian
    • ItalianoItalian
    • 日本語Japanese
    • 한국어Korean
    • PortuguêsPortuguese
    • РусскийRussian
    • EspañolSpanish
    • SvenskaSwedish
    • TürkçeTurkish
    • اردوUrdu
    • Tiếng ViệtVietnamese
  • Guest
    • Login
    • Register
    • Day mode
د ضياءالفرقان اناثيه عاليه مدرسه Cover Image
User Image
Drag to reposition cover
د ضياءالفرقان اناثيه عاليه مدرسه Profile Picture
د ضياءالفرقان اناثيه عاليه مدرسه

@khairullahzaheer

  • Timeline
  • Groups
  • Likes
  • Following
  • Followers
  • Photos
  • Videos
  • Reels
د ضياءالفرقان اناثيه عاليه مدرسه profile picture د ضياءالفرقان اناثيه عاليه مدرسه profile picture
د ضياءالفرقان اناثيه عاليه مدرسه
2 yrs

د ډېرو علماوو له خولې څخه مې دا خبره له سټيجونو او ممبرونو اورېدلې چې عالم د څراغ په شان دی، خلکو ته رڼا رسوي خو خپل ځان ته يې تياره جوړه کړې وي، دا خبره بلکل حقيقت لري عالم په مدرسه کې زرګونو تنو ته تعليم ورکوي خو په خپل کور کې خور، لور او ورېره يې بیا ناپوهه لويه شي، خپل زوی يې بل ورته وروزي لور يې په ايمان او عقيده نه پوهېږي، د لمانځه په احکامو نه وي خبره، ګوډ او مات لمونځ يې مور ورته زده کړی وي او هغې هم بيا له خپلې مور او انا څخه یې کټ مټ همداسې په همغې طریقه کافي کړی وي.

په سلو خرافاتو کې به لوېدلی وي په زيارتونو کې به سجدې لګوي، د زيارت په نوم به ننګونې او غوښتنې غواړي، په هر ګودر به د مينې افسانې غږوي او په ودونو کې به له نورو سره په غبرګو دستمالونو په غومبر په اتڼونو کې اوړي را اوړي.

که په مدرسو کې د زرګونو تنو د روزنې ترڅنګ د رسول الله صلی الله عليه وسلم دې قول ته هم متوجې شو چې فرماييطلب العلم فريضة علی کل مسلم) نو د مدرسو ترڅنګ به مو په خپلو کورونو کې هم د علم ډېوې بلې کړي وې او د الله تعالی له دې وعيد څخه به مو برأت تر لاسه کړی و چې فرمايېقوا انفسکم و اهلکم النار) خپل ځانونه او خپل اهل مو د جهنم له اور څخه وژغورئ.

که هر عالم خپله شرعي محرمه (خور، لور او ورېره) د استاذۍ تر کچې روزلې وای نن به مو په هر کلي او سيمه کې په لس ګونه تنه عالمانې درلودې، خپل ځان او اهل لا څه چې ټولنه به مو هم له خرافاتو او پوچو مفکورو څخه ژغورلې وه، چرګه به مو د اذان په کولو نه حلالوله د هغې اذان به مو بد شګون نه ګاڼه، په جادو ګرو او کوډ ګرو به نه ګرځېدو په زيارتونو به مو طوافونه ثواب نه ګڼل.

که د الله تعالی دې قول ته متوجې شو چې فرمايېهل يستوی الذين يعلمون والذين لايعلمون) او خپله ټولنه په دې تله وتلو چې ايا برابر دي هغه کسان چې پوهه لري له هغو کسانو سره چې پوهه نه لري بلکي نه دي برابر. که له خپل فکري يرغمل څخه ځانونه وژغورو او له خپلو ناسمو کلتوري خواهشاتو څخه تېر شو او د الله تعالی په لور واقعي حرکت پيل کړو بيا به مو د الله تعالی هر فرمان ته لبيک ويلی وي.

حجاب پېژنو خو د حجاب په کولو کې له خپلو نژدې خپلوانو سره خلطيت ته هيڅ باک نه کوو د کاکاګانو، ماماګانو، خاله ګانو او عمه ګانو زامن بيا شرعي محارم ګڼو، ګودرونو، کروندو او ودونو کې بیا د حجاب په نوم څه نه پېژنو، روغتونونو اوکلنيکونو کې د نارينه ډاکترانو له لوري په کتنه، معاينه جراحي عملياتو بيا هيڅ باک نه کوو ديو څو فحاشو، سيکلرو او بې بندوباره، ښځو په وجه د هغه خویندو د تعليم حق توږل کېږي چې شپه او ورځ د ملت پتمنو مندو او خوندو په تعليم، روزنه او جراحي طبي عملياتو او خدماتو کې ستړې او ستومانه دي.

د شل کلن جمهوريتي غوبل په مقابل کې مو د دې لپاره مبارزه کوله چې موږ به تر هغوۍ ښه په اسلامي او شرعي چوکاټ کې حکومت جوړه و له تعليمه نيولې تر سودا ګرۍ او سياسته پورې به مو هر څه په اسلامي معیار وي، خو اوس چې ورته ګورو لکسې ورځ تربلې مو ټوپک او قلم دواړه له لاسه لوېږي او د داسې افکارو په لومو کې لوېږو چې د شريعت په نوم شرعي او اسلامي حقه حقوق له لاسه ورکوو، ټولنه او په وينو ګټلی اسلامي نظام په لوی لاس د نابودۍ کندې ته ور ټېل وهو او لګیا یو ورځ په ورځ د اولس زړونه ماتوو.

Like
Comment
Share
د ضياءالفرقان اناثيه عاليه مدرسه profile picture د ضياءالفرقان اناثيه عاليه مدرسه profile picture
د ضياءالفرقان اناثيه عاليه مدرسه
2 yrs

د ضياء الفرقان اناثيه مدرسې له ابتدائيه دورې څخه اتلس تنه طالباتې فارغې شوې

د ضياء الفرقان عاليه اناثيه مدرسې تعلیمي ادارې د خپلو پرله پسې خدماتو په لړ کې سږ کال هم يو ځل بيا ګرانو هيوادوالو ته يو شمېر طالب العلمانې د ابتدائيه دورې له شپږم ټولګي څخه د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې فارغې او د فراغت مبارک سندونه يې پرې ووېشل.

دغه غونډه چې د چهارشنبې په ورځ د ضياء الفرقان اناثيه عاليه مدرسې د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه، په پيل کې د يادې مدرسې مدېرې مليمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ علمي وينا وکړه او منديو ته يې په خطاب کې وويل چې د ديني علم زده کړه پر موږ او تاسو فرض ده، د دې پر ځای چې خپلو لوڼو ته د کور او ژوند چارې ور زده کړو د دين او عقيدې په برخه کې يې هم بايد په علمي ګاڼه سمبالې کړو.

همدا راز د ضياء الفرقان اناثيه عاليه مدرسې استاذانو په خپل نوبت سره ګډونوالو ته ديني علمي او تربيتي ويناوې وکړې، ټولو ته يې د اسلام د مقدس دين په اړه د علمي عقایدو او احکامو په رڼا کې د ځانونو، اولادونو او د کورنيو نورو غړو د تربيې او اصلاح لپاره وهڅولې او له منکراتو څخه په را ګرځولو کې يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې چې د خپلو اولادونو او د ټولنې په اسلامي تربيه کې نه ستړېدونکي هڅې وکړي.

د ضياء الفرقان اناثيه عاليه مدرسه د ۱۳۸۷ لمريز کال راهيسې د غزني ولايت د پښتون اباد سيمه کې د هيوادوالو په چوپړ کې په تعليمي خدماتو بوخته ده، چې ټولنې ته يې سلګونه تنه عالماتې له ابتدائيه، متوسطه، ثانويه او عاليه دورو څخه فارغې کړي چې له دريم ټولګي څخه پورته يې ټول عربی علوم لکه صرف، نحوه، اصول فقه، سيرت، حنفي فقه، حديث، تفاسير، عربي لغت، پښتو، دري، انګليسي، اصول الحديث، اصول التفسير او داسې نور.... تدريس کړي.

غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.

image
Like
Comment
Share
د ضياءالفرقان اناثيه عاليه مدرسه profile picture د ضياءالفرقان اناثيه عاليه مدرسه profile picture
د ضياءالفرقان اناثيه عاليه مدرسه
2 yrs

رسول الله ﷺ فرمايي :

څوک چې په خپل کور ، کلي او وطن کې په امن شپه تېره کړي ، په بدن روغ وي ، د همدي ورځي ډوډۍ ولري ، دا انسان داسې دی لکه د ټولي دنیا واک چې له ده سره وي او لكه ټوله دنیا یې چې ترلاسه کړه. عن سَلَمَة بْن عُبَيْدِ اللهِ بْنِ مِحْصَنٍ الخَطْمِيِّ ، عَنْ أَبِيهِ - وَكَانَتْ لَهُ صُحْبَةٌ - قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ أَصْبَحَ مِنْكُمْ آمِنًا فِي سِرْبِهِ ، مُعَافًى فِي جَسَدِهِ ، عِنْدَهُ قُوتُ يَوْمِهِ ، فَكَأَنَّمَا حِيزَتْ لَهُ الدُّنْيَا.

Like
Comment
Share
د ضياءالفرقان اناثيه عاليه مدرسه profile picture د ضياءالفرقان اناثيه عاليه مدرسه profile picture
د ضياءالفرقان اناثيه عاليه مدرسه changed his profile cover
2 yrs

image
Like
Comment
Share
د ضياءالفرقان اناثيه عاليه مدرسه profile picture د ضياءالفرقان اناثيه عاليه مدرسه profile picture
د ضياءالفرقان اناثيه عاليه مدرسه changed his profile cover
2 yrs

image
Like
Comment
Share
 Load more posts
    Info
    • Male
    • posts 8
  • 10/25/80
  • Living in Afghanistan
    Albums 
    (0)
    Following 
    (479)
    Followers 
    (19)
    Likes 
    (5)
    Groups 
    (13)

© 2026 Malgari

Language

  • About
  • Directory
  • Blog
  • Contact Us
  • Developers
  • More
    • Privacy Policy
    • Terms of Use
    • Request a Refund
    • Child Safety Standards

Unfriend

Are you sure you want to unfriend?

Report this User

Important!

Are you sure that you want to remove this member from your family?

You have poked Khairullahzaheer

New member was successfully added to your family list!

Crop your avatar

avatar

© 2026 Malgari

  • Home
  • About
  • Contact Us
  • Privacy Policy
  • Terms of Use
  • Request a Refund
  • Blog
  • Developers
  • More
    • Child Safety Standards
  • Language

© 2026 Malgari

  • Home
  • About
  • Contact Us
  • Privacy Policy
  • Terms of Use
  • Request a Refund
  • Blog
  • Developers
  • More
    • Child Safety Standards
  • Language

Comment reported successfully.

Post was successfully added to your timeline!

You have reached your limit of 5000 friends!

File size error: The file exceeds allowed the limit (23 MB) and can not be uploaded.

Your video is being processed, We’ll let you know when it's ready to view.

Unable to upload a file: This file type is not supported.

We have detected some adult content on the image you uploaded, therefore we have declined your upload process.

Share post on a group

Share to a page

Share to user

Your post was submitted, we will review your content soon.

To upload images, videos, and audio files, you have to upgrade to pro member. Upgrade To Pro

Edit Offer

0%

Add tier








Select an image
Delete your tier
Are you sure you want to delete this tier?

Reviews

In order to sell your content and posts, start by creating a few packages. Monetization

Pay By Wallet

Add Package

Delete your address

Are you sure you want to delete this address?

Remove your monetization package

Are you sure you want to delete this package?

Unsubscribe

Are you sure you want to unsubscribe from this user? Keep in mind that you won't be able to view any of their monetized content.

Payment Alert

You are about to purchase the items, do you want to proceed?
Request a Refund

Language

  • Arabic
  • Bengali
  • Chinese
  • Croatian
  • Danish
  • Dutch
  • English
  • Filipino
  • French
  • German
  • Hebrew
  • Hindi
  • Indonesian
  • Italian
  • Japanese
  • Korean
  • Pashto
  • Persian
  • Portuguese
  • Russian
  • Spanish
  • Swedish
  • Turkish
  • Urdu
  • Vietnamese