د جنګي میدان آس به هېڅکله د واده په درشل کې ونه ګورئ؛ ځکه هغه د ګلونو د خوشبویو او د ربابي ساز لپاره نه، بلکې د فولادي ټکر او د بهېدونکې وینې لپاره پیدا شوی دی هغه د شمعو د رڼا ملګری نه، بلکې د لمبو او لوګي همراز دی د هغه ګامونه د ناز او نخرو لپاره نه، بلکې د یو فاتح ډکر د ګردونو لپاره دي د جنګي آس ژوند د قربانۍ په سپېرو لارو تړل شوی وي، نه د زر او زینت په محفلونو کې! ځوانان دې باخبره اوسي!
#ابطال_الأمة
#تدبیرګر