Malgari Logo
    • Advanced Search
  • Guest
    • Login
    • Register
    • Night mode
امین وردگ Cover Image
User Image
Drag to reposition cover
امین وردگ Profile Picture
امین وردگ
  • Timeline
  • Groups
  • Likes
  • Following
  • Followers
  • Photos
  • Videos
امین وردگ profile picture
امین وردگ
7 w

The formula of life

Amin Wardag

We have to adjust our whole life to the formula (yesterday, today and tomorrow). We were born yesterday, today we will try to relax tomorrow. If we did something bad yesterday, we should do something good today to have a bright tomorrow. Yesterday we prepared the land so that we can plant wheat in it today and harvest it tomorrow. If life is not based on this three-day formula, then it is meaningless.
Some say that yesterday has passed and tomorrow is still unknown! So what's the point of thinking about it today? Yes, this formula is not bad for short-term ignoring (today it is really useless to complain about yesterday) because everything happened yesterday and tomorrow is not yet known! So we should only mourn for today's sorrows. But if we pay close attention to their belief dimensions, we will be in direct conflict with the good news and warnings of the hereafter.
We were born yesterday and we live today, but for tomorrow and if not! So today's fatigue will be fruitless. Almighty God found us yesterday for this reason, so that we can work today for tomorrow. Allah says (I have created you from this soil, and we will bury you in this soil, and we will take you out of this soil for the last time), that is, these three days are the formula of our life.
Someone who planned for us yesterday, today it is our duty to work on their plan so that it will be implemented tomorrow, but we are not like that! why not? There are many reasons! But the main reason is the lack of sufficient awareness, because our thinking people are busy with dhikr and our dhikrs are busy with thinking.
I think we have lost the rational balance! Because yesterday we call (fathers) ignorant, today (brothers) unjust and tomorrow (children) astray. Let's find a cure for this disease! Let's learn from yesterday, work for tomorrow today. We are Muslims and we firmly believe that we will not lose even a single bit of our account, so let's all join hands and entrust the account to the same accountants, nothing will be lost.

Like
Comment
Share
امین وردگ profile picture
امین وردگ
8 w

بیرغ

امین وردګ

بیرغ یا بیرق چې توغ او جنډۍ هم ورته وایي - له ډېرو پخوا زمانو څخه تر اوسه د یوه نښان او سمبول په توګه کاریږي؛ که څه هم چې د پیل دقیقه نېټه یې لا سمه نه ده مشخصه شوې ، خو داسې انګېرل کیږي چې د بشریت له قبیلوي تشکیلونو سره به یو ځای دود شوی وي.
پخوا به هرې قبیلې ځانګړی بیرغ لرلو، چې زیاتره وخت به یې په قبیلوي جګړو کې کاراوه.
کله به چې یوه قبیله له بلې سره د جګړې ډګر ته وتله، نو د ګڼو کسانو په لاسونو کې به یې بیرغونه ورکړي وو؛ هرې قبیلې به دا کوښښ کولو چې بیرغونه یې تر هغې بلې لوړ او تعداد یې هم زیات وي، دا به هم ډېره مهمه وه چې هره قبیله د خپلې جنډۍ د رنګ او نقش په انتخاب کې له پوره دقت، مهارت او ځیرکۍ څخه کار واخلي، کوښښ به یې همدا ؤ چې هم ښه رنګ انتخاب کړي او هم یې د ټوکر کیفیت لوړ وي.
کله به چې د جګړې په ډګر کې د کومې قبیلې د سردار او امیر تر ټولو غټ بیرغ چپه شو، د دې معنا به د هغې قبیلې د ماتې وه! نو ځکه خو به ډېر کوښښ دا کېدلو چې بیرغ پرېنوزي.
په پخوا زمانو کې د سولې بیرغ سپین ؤ! یعنې کله به چې په جګړه کې کومې خوا سپین بیرغ پورته کړ، معنا به یې دا وه چې سوله غواړي! ځکه خو به پر سپین بیرغ ګذار هم سخت جنګي جرم ګڼل کېدلو.
دا چې ورو ورو قبیلې لویېدلې، نو به یې طبعاً قلمرو هم ورسره لویېدو، چې بیا به د پاچاهۍ نوم ورته اخیستل کېدۀ.
هرې پاچاهۍ به په خپل منځ کې (د توافق پر اساس) کولی شوی چې پخوانی بیرغ تغیر، یا یې کاملاً تبدیل کړي؛ خو دا کار به هغه مهال کېدلو چې کله به د پخواني بیرغ حماسي موقف صدمه ولیده (یانې چې پخوانی بیرغ به د کومې قبیلې په اسارت کې راغی او د غلامۍ موقف به یې خپل کړ)خو چې کله به د یادې قبیلې ملي او باوجدانه اشخاصو استقلال واخیست، نو پخوانی بیرغ به یې تغیر کړ، تر څو د دوی د قبیلې پر تندي ننګین خال جوړ نه شي.
د یوې ډلې سیاسي حضور او هویت به د هغې ډلې له بیرغ سره تړلی ؤ، که به کومې ډلې بیرغ نه لرلو، نو هېڅ لوري به هغه ډله په رسمیت نه پېژندله او نه به چا باور پرې کولو.
بیرغ دومره اهمیت درلود چې حتی د تجارتي قافلو بیرغونه به هم د هغوی په کاروانونو کې رپاند وو، تر دې چې په ځینو سیمو کې به بعضو سپین سترګو غلو او ډاکوانو هم یو ډول بیرغ کارولو.
بیرغ ته به خلکو دومره احترام کولو لکه یوه مقدس آسماني کتاب ته، چې اوس یې هم تر ډېره حده د نړۍ په ګوټ ګوټ کې همغه عزت ساتلی دی.
په هر حال...بیرغ اوس هم پوره اهمیت لري، خو افسوس چې زموږ په هېواد کې څوک بیرغ ته چندان توجه نه کوي.
دلته چې هره ډله بریالۍ شي او د هېواد پلازمېنه تصرف کړي، نو تخمیناً د همغې خپلې ډلې بیرغ کاروي؛ دا ځکه چې موږ منل شوی خپلواک (ملي) بیرغ نه لرو.
ځینې خلک دری رنګه بیرغ ته ملي بیرغ وایي، مګر هغه ملي ځکه نه دی؛ چې د دوو متجاوزو ابر قدرتونو (روس او امریکا) په وخت کې همدغه دری رنګه بیرغ (د هغوی له بیرغونو سره یو ځای) زموږ د مظلوم او محکوم ملت پر وړاندې رپېدلی، نو موږ یې په کوم دلیل ملي وبولو؟
زه له دری رنګه (زرغون سور او تور) بیرغ سره شخصي دښمني نه لرم؛ خو ملاحظات مې بیا ښه ډېر پکې شته چې ځینې یې دا دي؛ پر دغه بیرغ میین وایي چې: د دې بیرغ دری رنګونه مختلفې معناوې لري او هغه داسې:
۱- تور (یعنې تور وخت)
۲- سور (یعنې د مبارزې وخت)
۳- زرغون (یعنې د آزادي وخت)
ګواکي توره ورځ یې د سرو وینو په زور زرغونه کړې ده.
بلې! د هغه وخت مجاهدو او مبارزو افغانانو ته زموږ سلامۍ دي، خو هغه کارونه دغه بیرغ نه دي کړي او نه د ده تر چتر لاندې شوي دي.
مګر دغې نکتې ته یې لا پام نه دی چې د دوی په اصلي بیرغ کې له ښۍ خوا لومړی زرغون رنګ کار شوی، بیا سور، ورپسې تور دی؛ تاسو دغه بیرغ له نږدې وګورئ او بیا یې د نښان لوری د ځان خوا ته کړئ (چې تکبیر او کلمه یې راسته شي) نو به وګورئ چې تور رنګ اول راځي که زرغون؟ که چېرې د دوی معنا ترې واخلو، نو کلمه او تکبیر چپه راځي او که کلمه شریفه او تکبیر مبارک سم ولوستل شي او د بیرغ مخ د ځان لوري ته کړو، نو بیا معنا د دوی د تحلیل عکس او خلاف راځي.
که څه هم چې د ځینو فرعي بیرغونو پر دواړو لوریو یې نښان ترسیم کړی چې هلته بیا تکبیر او کلیمه راسته راځي، خو هغه بیرغ د امان الله خان سټنډرډ یا اصلي بیرغ نه دی.
په هر حال...دغه بیرغ د آزادۍ ځکه نشو بللی چې د انګرېزانو پر وړاندې یوه ورځ هم نه دی رپېدلی! دلیل یې دا دی چې؛ دغه بیرغ د آزادۍ له ورځې نهه کاله وروسته (یانې په ۱۳۰۷ ه ل کال کې) د امان الله خان او د هغه د ځینو همفکرانو له خوا انتخاب شوی ، خو دوی یې د لویې جرګې په نوم یادوي، چې دا هم داسې لویه جرګه !؟ وه، لکه اشرف غني چې په کابل کې جوړه کړې وه! اعضاء یې ټول د ده د فکر او په نظام کې ورسره شریک خلک وو، خو دوی نوم د لویې جرګې ورکړ.
مګر اوسني (سپین محمدي) بیرغ بیا ډېر داسې کارونه کړي چې په ستایلو ارځي او سړی ویاړ پرې کولای شي! هغه داسې دي: لومړی خو دغه بیرغ چې ځمکه یې سپینه او په تور رنګ کلیمه طیبه پرې لیکل شوې - اصل کې د اسلام بیرغ دی چې په تاریخونو کې د حضرت محمد رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) جنډۍ یادیږي، نو ځکه خو د دغه بیرغ مخالفت ایمان ته هم زیان رسوولی شي.
خو که یې په وروستیو کې ویاړونو ته وګورو؛ نو هم یې د شوروي پر وړاندې حماسې راته ګټلې او هم د امریکا؛ همدا راز یې هغه ویاړ هم نشو هېرولای چې د شر او فساد پر وړاندې یې د مدرسو طالبان او حافظان تر خپل سیوري لاندې سره غونډ کړل او بیا یې په افغانستان کې اسلامي شریعت راوست.
سپین بیرغ یوازې د افغانستان د سپین لښکر بیرغ نه! بلکې دا د اسلام ریښتینی سمبول دی.
دغه بیرغ تل د دیني عالمانو په لاسو کې رپېدلی او همېشه یې همدغه تر ټولو مقدس قشر (علماءکرام) تر خپل سیوري لاندې سره متحد کړي هم دی.
نو بناءً! ټولو افغانانو ته پکار ده چې همداسې یوه بیرغ ته د ملي بیرغ په سترګه وګوري؛ چې هم تل د ملت په دفاع کې رپېدلی وي، هم هېڅکله د غلام په موقف کې نه وي ښکاره شوی او هم د فاسدو او فاحشو اقشا

Like
Comment
Share
امین وردگ profile picture
امین وردگ
9 w

په حکومتونو کې د ضعف او د قوت نکتې

امین وردګ

هر حاکم او حکومت هم د قوت نکتې لري او هم د ضعف ، چې د قوت نکتې یې ټینګوي، مګر د ضعف نکتې یې په تزلزل راولي او ختموي یې.

د ضعف نکتې:

ا - کار نا اهلو ته سپارل.
ب - د نظم او دسپلین نشتون.
ج- د سیستم فقد.
د - له ملت سره فاصله.
ه- د منظمو استراتیژیکو طرحو نشتوالی چې په بر کې یې سیاسي، نظامي، امنیتي، اقتصادي، جغرافیایي او کلتوري پلانونه شاملیږي.

د قوت نکتې د ضعف د نکتو عکس دي!

هر حکومت چې نړیږي انقلاب یې نړوي، انقلاب هم هغه څوک باید راولي؛ چې وار له مخه د یوه داسې حکومت لپاره پخه، اوسپنیزه او متینه اراده ولري، چې خلک بیا وروسته د پخواني حکومت په ارمان نشي.
انقلابیون زلمي باید مخکې له انقلابه خپل لوړ او مقدس هدف ولري او همغه هدف ته وفادار وي.
انقلابي امراء باید مخکې له مخکې خپل نږدې او د سختیو ملګري د راتلونکي حکومت لپاره سم و روزې او د بریا پر مهال یې شخصیتونه تر پښو لاندې او دوی پردي نکړي.
افسوس چې زموږ په فعلي نظام کې داسې کسان بیخي ډېر ننوتلي چې له انقلاب وړاندې یې هېڅ قوانین او طرزالعملونه جوړ نه کړل او نه یې ملت ته د ښې حکومتولۍ لپاره سیستم او لائحه وړاندې کړل.
موږ اوس په دولتي دستګاه کې قطاً سیستم نه لرو! ځکه خو په هره موضع کې په پخوانیو کارمندانو پسې نارې وهو.
دویمه او مهمه موضع زموږ د ځینو امراوو بې وفایي ده، دوی په سختیو کې له ملګرو او مخلصینو کار واخیست اوس چې آسانۍ شوې ټول یې تر پښو لاندې او تر شا کړل.
زه خو وایم چې: تېر په هیر! اوس هم کافي وخت لرو او لاتر اوسه الحمدلله له داخلي حساسیتونو سره نه یو مخ شوي، نو باید چې تر ټولو مخکې کار اهل کارو ته وسپارو.
موږ باید فعلاً لږ تر لږه یو کلن کورسونه جوړ کړو او بیا ټول سرپرست مسؤلین جبراً پکې کېنوو او فارغ یې کړو؛ تر هغو چې نوی نسل په نوي فکر سره روزو، دغه کسان به د حکومت واګې ساتي، خو کله مو چې په راتلونکو شلو کلونو کې نوی نسل په نوي فکر سره و روزلو او له عصري تکنالوژۍ سره مو آشنا کړ، نو باید او باید چې خپلې څوکۍ او موقفونه هغوی ته په ورینو تندیو وسپارو.
هو! که موږ په ریښتیا سره غواړو چې له هېواد، حکومت او ملت څخه مو دفاع او دوی ته خدمت وکړو، نو باید چې له جیبونو ډکولو او په حکومتي دستګاه کې له خپلوان پالنې څخه تېر شو او نوی نسل وروزو.
خو زه لا تر اوسه هېڅ داسې څه نه وینم چې زموږ د حکومت بقا تضمین کړي، ځکه خو وېرېږم چې؛ الله مکړه چپه نه شي؛ که فعلي نظام چپه شو نو سل کاله به نور هم شاته ټېل وهل شو، ځکه چې: بدیل یې نشته او همدغه قشر (عالم او مجاهد) زموږ پاکترین قشر دی او له دوی څخه بهتر بل څوک نه لرو، خو افسوس چې دغې نکتې ته دوی په خپله هم پام نه کوي.
تر ټولو وړاندې باید کار اهل کارو ته وسپارل شي، چې اهل کار ټول و ګمارل شول ، نور دې وروزل شي! ځکه چې همدغه د الله پاک، د هغه د رسول (ص)، صحابه وو، اسلاف صالحینو، علماوو او عقلاوو اوامر او توصیې هم دي؛ چې په همدغې حساسه نکته کې زموږ د حکومت د دوام او بقا راز پټ دی.
موږ (افغانانو) تل جګړې ګټلې خو بیا مو بیخي کمو انقلابیونو خپل حکومتونه تر یوه وخته ساتلي، مګر ډېریو مو بېرته له لاسه ورکړي هم دي .
تاسو د ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او داسې نورو... هېوادونو د انقلابیونو کارنامې وګورئ او بیا یې د هېوادونو مختګونو ته پام وکړئ او فکر وکړئ چې دوی د خپلو فاتحانه کارنامو ارزښتونه څرنګه وساتل او حکومتونو یې ولې تر اوسه (پرته له کومو جدي تحدیدونو څخه) دوام کړی دی؟
ما څو ځله دا خبره کړې چې: جګړه لیوني هم کولای شي او تر دې نورو یې ښه کوي؛ خو مدیریت او حکومت بیا د لېونیانو کار نه دی.
انقلاب راوستل دومره نه دي سخت، لکه د حکومت جوړول او ساتل یې.
جګړه فقط احساسات، خدعه او جذبات غواړي مګر حکومت بیا علم، عقل، تخصص، لرلید، تحمل، تجربه، حوصله، ځیرکتیا، سیاسي بصیرت، تعامل، تقابل، ترحم، تدبیر او داسې نور... غواړي.
نو که موږ غواړو چې حکومت مو چپه نشي، باید کار یې اهلو ته وسپارو، دښمن سرکوب کړو او د راتلونکي لپاره نوی نسل په نوي فکر سره و روزو او که دا کارونه و نه کړو، نو حکومت مو دوام نه کوي؛ ځکه خو له سبا لاسونو ټکوولو څخه چې همدا نن لاس په کار شو ښه یو.

Like
Comment
Share
امین وردگ profile picture
امین وردگ
9 w

ممبر ته باید شا نه کړو!

امین وردګ

که د افغانستان او نورې اسلامي نړۍ -تېرو تاریخونو ته یو ځغلند نظر وکړو، نو دا نکته به ښه راته جوته شي چې؛ هر نظام د ممبر پر مټو نړول شوی او د ممبر پر مټو ګټل شوی هم دی، نو باید چې د ممبر قوت او (د سیاست په ډګر کې یې) تر ټولو قوي موقف ته په پوره دقت او ځیرکتیا سره وکتل شي.
څرنګه چې په تېر شل کلن (او آن څلور څلوېښت کلن) جهاد کې دلته ممبر کوم رغنده رول لوبولی او د استقلال تر ټولو قوي عامل دی- نو باید چې ورته شا نه کړو.
په افغانستان کې سنګر ممبر ګټلی ، نو باید چې د سنګر فاتحان د ممبر ساتونکي وي، ځکه چې د حکومت رمز او راز یې په همدغه ممبر کې پټ دی، هسې نه چې شمېره یې د دښمن لاسته ورشي او نظام پرې چلنج کړي.
د افغانستان حاکم نظام مسؤلیت لري چې د سترې محکمې تر نظارت لاندې د دریو (حج اوقاف، امربالمعروف او نهی عن المنکر، ښوونې او روزنې) وزارتونو ته دنده وسپاري تر څو د یوه ګډ علمي او مسلکي کمیسیون پر مټو د ټول افغانستان د جوماتونو امامان ثبت کړي.
په دغه کار سره به حاکم نظام لاندې لاسته راوړنې خامخا ولري.
ا- د (مذهبي لزوملید او خصوصیاتو په نوم) غلاګانې به ختمې شي.
ب - د امام حقوق به تعین او پر خپل وخت به ورته رسیږي.
ج - د نظام پر وړاندې به د شورش جرئت له منځه لاړ شي.
د - ملت او حکومت به سره یو شي.
ه - حکومت به د ملت له هر حال څخه پر وخت خبریږي.
و- د مختلفو فکري اختلالاتو مخنیوی به وشي.
ز - مذهبي ملوک الطوائفۍ به ختمې شي.
ح - دیني اقشار به سره متحد شي او پر واحده لیکه به یون کوي.
ط - دین او مذهب به مو له کلتوري ارکانو څخه په امن شي.
ی - عالم او معلم به سره وپېژندل شي.
ک- وړ او ناوړ کسان به سره بېل شي.
ل - کار به اهل کار ته وسپارل شی.
م - د امام ذلت به ختم او عزت به یې زیات شي.
ن - امام به په ریښتیا امام او د مزدور لقب به یې ختم شي.
س - عام خلک به د دین له اساساتو څخه په ریښتیا سره خبر شي، خپل موقف او د امام موقف به وپېژني.
ع - امام به غلا ته د جواز په فکر کې نه وي او مقتدي به بیا د مسکین مال پر امام نه خوري؛ ځکه چې خبر به شي او پوه به شي.
ف-اوړی او ژمی به مو په جوماتونو کې یو ډول آذانونه او جماعتونه کیږي.
ګورئ ملګرو!
زه په جرئت سره وایم چې: په ځینو کلیوالو سیمو کې ځینې امامان غلاوې کوي؛ خو دوی د نورو غلو په توګه پټ نه دي ! بلکې په نره یې (د محراب په منځ کې) غواړي او که یې ورنکړې نو حتماً بې آبه کېږې.
دوی زکات، نذرونه او صدقات، فطر، عشر، عشرون، فدیې، د قربانۍ ثلث، پوستکي او داسې نور... شیان ټول د ځانونو حق بولي او په سپینسترګۍ سره یې طلبوي ! که څه هم چې دی به مسکین نه وي.
د وړوکي اختر په ورځ په لوډسپېکرو کې همدا یو حدیث شریف وایي چې: (( ګورئ! که صدقه د فطر ورنکړئ، روژې به مو د آسمان او ځمکې تر منځ اوېزاندې پاتې وي)) ګواکي الله یې تر هغو نه قبلوي چې څو فطر ادا نشي.
د چرسو، تریاکو او پوډرو عشر فرض بولي او همغه ته یې اړولي وي؛ مګر خلکو ته دا نه وایي چې: پاس شیان پر چا او کومو شرائطو سره فرض/ یا واجب دي؟ او حق د چا دی؟ باید چاته ورکړل شي؟
د فطر په صدقو کې یې هم ځانونه غرق کړل او هم بې علمه مقتدیان.
امامان دا حقوق د ځانونو بولي او مقتدیان بیا پر یوه مرمۍ دوې مرغۍ ولي او هغه داسې: دوی له یوې خوا خپلې غاړې خلاصوي او د فطر واجب ادا کوي، خو له بلې خوا یې بیا په بدل کې د جومات له امام څخه د تراویحو لمونځ غواړي.
عیناً لکه چې یو چاته د کار په بدل کې زکات ورکړل شي! نو تاسو دغې نکتې ته سم ځیر شئ! آیا زکات ادا کیږي؟
زه هر کال دوه ځله د فطر صدقه ورکوم! یو ځل مستحق چا ته چې واجب راباندې پاتې نه شي، بل وار د جومات امام ته چې دی او خلک رانه خفه نشي، یا مې په لیست کې غیر حاضر و نه لیکي.
تاسو تحقیق وکړئ، ټول کلیوال خلک له دغې ستونزې سره مخ دي خو څوک د امام پر وړاندې د نقد جرئت نشي کولای؛ یوازې امین لېونی دی چې دا ډول جسارتونه کوي، چې پر دغو نیوکو یې بلا دښمنۍ هم ګټلې.
خلاصه دا شوه چې: حاکم نظام باید له هر څه وړاندې ټولو جوماتونو ته امامان و ټاکي او امر ورته وکړي چې: عام خلک په ریښتیا له دین څخه خبر کړي او په بدل کې یې څه ترې و نه غواړي.
بیا هم تأکید کوم چې په دغه کار کې د اسلامي نظام د پایښت او بقا رمز پروت دی او که یې مخه و نه نیسئ همدغه مړژواندي تش په نوم امامان به یو وخت درته سردرد شي ، خو هغه وخت به بیا اوبه تر ورخ تېرې وي؛ نوره مو خوښه.

Like
Comment
Share
امین وردگ profile picture
امین وردگ
9 w

تحریم له ښځو لیرې کړئ !

امین وردګ

ښځه د انسانیت مور ده ، ښځه زموږ خور ده لور مو ده او د ژوند تر ټولو خوږه او نازنینه ملګرې مو ده.
موږ د همغه پيغمبر (صل الله علیه و آله وسلم) امتیان یو چې نړۍ ته یې انسانیت وروښود او د بشر حقوق یې وروښوول ، ښځه یې خلکو ته د یوه باعزته او باوقاره انسان په توګه ور وپېژندله ، ښځه یې د نارینه لومړۍ استاذه وبلله ؛ مګر هغه هم د یوې ښځې زوی ؤ او په ژوند کې يې ځانله داسې ملګرې خوښه کړه چې ده په خپله (د معاش په بدل کې) کار ورسره کولو.
زموږ معنوي مور بي بي عائشه صدیقه (رضی الله تعالی عنها) هغه څوک وه چې زموږ د پيغمبر له مبارکې خولې څخه (د دې د عمر په پرتله) زیاتره احادیث همدې مبارکې را نقل کړي دي.
موږ پوهېږو چې تاسو ټول ښه پوه یاست ! مګر پردې مو پوه کړئ چې : ولې مو نه پوهوئ ؟
زموږ میندو ، خویندو او د ژوند خوږو ملګرو مو په تېر شل کلن (آن څلوېښت کلن) جهاد کې سمه نیمه برخه راسره اخیستې ده ، زما دې قسم پر الله وي چې د مجاهدینو زیاترو ښځو ، خویندو او لورانو به د غربي چاپو پر مهال نارینه وو ته لا ډاډ ورکولو او ورته ویل به یې چې: تاسو ووزئ ! موږ شته یو.
چای به مو پر دوی او ډوډۍ مو پر دوی وه ، جامې به مو دوی راته وینځلې، ټپیانو ته به مو همدوی درمل ورکول او دوی به یې خدمت ته ولاړې وې ، مګر نن یې علیا موقف په لوی لاس را نړول کیږي او موږ برګې سترګې ورته ولاړ یو.
نن مو ځینو بې ضمیرو همغه مجاهدې ښځې له پامه غورځولې.
ځينو خو دویم، دریم او آن څلورم وادونه هم پرې وکړل او د همغو غربي غلامانو لورانې یې وکړې چې شل کاله یې جګړه وه ورسره ، خو نن همغوی تر دې نورو برې ناستې دي؛ ځکه چې سواد لري.
نن خو دغو ځینو خائنینو نویو ښځو ته په شارنو او وزیر اکبر خان کې کورونه نیولي ، مګر زړې خوارکیانې یې لا هم په همغو کنډوالو کې ژوند کوي چې په چاپو کې ړنګې شوې دي او هغوی ته وایي چې تاسو خو کلیوالې یئ، په ښار کې تنګیږئ او غواګانې پرې ساتي.
زه دغو نامروادنو ته وایم چې : تاسو د ژوند له خپلو خوږو او باوفا ملګرو سره وفا و نه کړه ، نو له موږ او ملت سره به يې څرنګه وکړئ.
اې ورمېږونه مو مات شه!
زه خو حیران پدې یم چې دا ناولې پیسې مو بیا (دومره زر) له کومه کړې ؟ چې هم مو کورونه واخیستل ، هم مو دوې او درۍ ښځې وکړې او هم حجونو ته پرې لاړئ ، هغه د سنګر ملګرو خو مو قسم پر الله که لا تر اوسه د موټر سیکلونو د تېلو پورونه خلاص کړي وي چې ستاسو په خدمت کې به شپه ورځ ولاړ وو ؛ هغوی به له خپلو جیبونو څخه مصارف کول او یا به یې پورونه راوړل چې لا هم ترې غوښتل کيږي خو دوی یې نشي خلاصولای.
وا وروڼو ! موږ نه وایو چې تاسو تعلیمي نصاب مه ورته جوړوئ ، یا یې د زده کړو ځایونه مه سره جلا کوئ، بلکې هدف مو دا دی چې ؛ وضاحت ورکړئ او په لوی لاس د (اسا مه ابن لا دن) موضع مه ترې جوړوئ ، هسې نه چې خدای مکړه دا ځل کوم بل څوک یا بېرته همغوی برید راباندې وکړي ، بیا به همدغه ښځې وي او تورې ړنګې خونې ، قسم که خو تاسو تم شئ ، تښي به واست پر کومه خوا.
که مو یاد وي ! د چاپو په خطرې شپو کې به موږ او تاسو ځانونه و ایستل او همدغه مظلوم او محکوم قشر (ښځې) به مو ورته پرېښودې ؛ هغه به چې پر کور هر غم راغی نو پر دوی به تېر شوی ؤ او موږ به چېرې د کومې پولې خواته بېغمه پراته وو ، سبا به بیا هسک هسک هم موږ غږېدو چې ګني : زما پر کور داسې چاپه تېره شوه او هاغسې وه ، ښه وم چې زه کور نه وم کنه داسې او هاغسې به شوي وو.
وا ځوانیمرګه ! نن ولې د همغې مجاهدې سرنوشت نه ټاکې او له نوې بېټلۍ سره دې په دویم منزل کې پر لوکس پالنګ پروت یې او مزې کوې.

دغو ځینو احکامو او فرامیتو ته هم خوب وړی یم!
دا څه عجیبه کار دی ! په تلویزیون کې یې خوله وربنده کړې او بیا ورته وایي چې: خبرې وکړه.
آیا په تړلې خوله هم خبرې کیږي او یا ضرورې دي؟ واسړیه! خو یو مخ یې کور کېنوه کنه! دا څه ډول جزا دې ورته ټاکلې.
الله پاک ورته ویلي چې : (( ویغضضن من ابصارهن...)) خو ته ورته وایې چې : نه ! سترګې دې خلاصې کړه او خوله پټه؛ خو خبرې کوه.
وا وروره ! که ته وایې چې زه په دغه ډول د فساد مخه نیسم چې مکتب او مدرسې ته دې نجونې نه ځي ، دا خو نو موږ ځکه نه درسره منو ؛ چې په مکتب کې به د ښځې فساد لس سلنه وي خو چې بازار ته راځي نیوي سلنه دی ، همدا راز چې تلویزیون ته ځي هم.
له مکتب او پوهنتون څخه دوی مه رامنعه کوه ، هلته فساد نشته ! خو پدې شرط چې ځای یې له نارینه وو څخه بېل او استاذانې یې هم ښځينه وي.
نجلۍ چې مکتب ته روانه وي ، باور وکړه له تورو جامو او سپين پوړني یې سړي ته حیا ورځي ؛ ځکه خو سړی بکل نشي ورته کتلای ، خو هغه ښځې چې خلاصې جاغې بازار ته راوتلې وي او په تیاره مارکېټونو او تنګو کوڅو کې ګرځي راګرځي مړي هم نه دې ترې خلاص.
بله واوره ! نجونو د پیمخو هلکانو په تناسب نیمایي فساد هم نه دی رامنځته کړی.
تاسو به هغه ډلې ډلې ځوانان نه وي ليدلي چې د سندونو او رودونو پر غاړو ناست وي او لاندې په اوبو کې پیمخي هلکان (چې سنونه به یې له دیارلسو څخه تر اتلسو کالو وي) لمبیږي او دوی به فقط او فقط خوند ترې اخلي ، والله چې تاسو زیاتره ښه پرې خبر یاست اما هېڅوک د دغه فساد پر وړاندې غږ نه پورته کوئ.
زه یقین لرم چې نن سبا څومره کار هلکانو خراب کړی ، که نجونې د هغوی نیمايي هم وي.
هلکان آزادانه هر ځای چې وغواړي تللی شي اما نجونې غریبانانې فقط تر مکتبه بیا ګناګارې شوې ، حال دا چې پر لارو یا په مکتب او مدرسه کې ذره فساد هم نشي کولای.
زما پر لیکنو بیا غوغا مه جوړوئ ! او سترګې راته برګې برګې مه کوئ ! ماته فقط معقول دلائل وړاندې کړئ او زما ځوابونه ووایئ.
زه له تاسو دا پوښتنه کوم چې : آیا یوه نجلۍ به مکتب ته د تګ پر مهال ډېره خرابي وکړای شي او کنه ! د ماما ، کاکا ، خاله او یا عمه له هغو زامنو سره چې په یوه سرای کې ګډ ورسره تاویږي.
زه ډېرې داسې کورنۍ پېژنم چې نارینه یې بیرون ته بکل ښځې نه باسي ، خو په کور کې به یې پاس څلو

Like
Comment
Share
 Load more posts
    Info
  • 32 posts
  • http://nunn.asia

  • Male
  • 01-01-81
  • Living in Afghanistan
  • Social Links
About

پر هر چا باور کول صداقت نه دی؛ حماقت دی!

    Albums 
    (0)
    Following 
    (2)
  • Bakhtar News Agency باختر اطلاعاتی اژانس
    Mohammad Rahman Rahimi
    Followers 
    (9,924)
  • Omargul
    Noorullah Noorani
    HakmatBadriAfghan
    afghanrohani
    عبد الواحد حقانی
    کامران ‌ مالیار
    Najeeb Mamozai
    حکمت الله وفا
    WakilAhmad Mansoor
    Likes 
    (2)
  • Zmabazaar زمابازار
    Groups 
    (1)
  • * i-Reports *

© 2023 Malgari

Language

  • About
  • Contact Us
  • More
    • Privacy Policy
    • Terms of Use
    • Request a Refund

Unfriend

Are you sure you want to unfriend?

Report this User

Important!

Are you sure that you want to remove this member from your family?

You have poked Aminwardak

New member was successfully added to your family list!

Crop your avatar

avatar

© 2023 Malgari

  • Home
  • About
  • Contact Us
  • Privacy Policy
  • Terms of Use
  • Request a Refund
  • Language

© 2023 Malgari

  • Home
  • About
  • Contact Us
  • Privacy Policy
  • Terms of Use
  • Request a Refund
  • Language

Comment reported successfully.

Post was successfully added to your timeline!

You have reached your limit of 5000 friends!

File size error: The file exceeds allowed the limit (92 MB) and can not be uploaded.

Your video is being processed, We’ll let you know when it's ready to view.

Unable to upload a file: This file type is not supported.

We have detected some adult content on the image you uploaded, therefore we have declined your upload process.

Share post on a group

Share to a page

Share to user

Your post was submitted, we will review your content soon.

To upload images, videos, and audio files, you have to upgrade to pro member. Upgrade To Pro

Edit Offer

0%

Add tier








Select an image
Delete your tier
Are you sure you want to delete this tier?

Reviews

Pay By Wallet

Delete your address

Are you sure you want to delete this address?

Payment Alert

You are about to purchase the items, do you want to proceed?
Request a Refund

Language

  • Arabic
  • Bengali
  • Chinese
  • Croatian
  • Danish
  • Dari
  • Dutch
  • English
  • Filipino
  • French
  • German
  • Hebrew
  • Hindi
  • Indonesian
  • Italian
  • Japanese
  • Korean
  • Pashto
  • Persian
  • Portuguese
  • Russian
  • Spanish
  • Swedish
  • Turkish
  • Urdu
  • Vietnamese