@samiullahayobi
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د تازه حکم له مخې قاري محمد يوسف احمدي د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز د نوي ریيس په توګه ټاکل شوی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري مرستیال مولوي سعد الدين سعيد قاري محمد یوسف احمدي د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز رياست لپاره وړ او غوره کس بللی او هيله یې ښودلې چې د رسنيو او دولتي ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او انسجام سبب شي.