له اسوېلو نه مې دوينو بوی راخيږي
ما دي څښلې دتن وينې انقلاب کې
دا چې ستړی یم لوېدلې له مستی نه
ما بايللي ستړې هيلې انقلاب کې
په يوبل سفر مې تکل کړی دی راکوره
يم روان پښه مې ده ایښې په رکاب کې
دروڼ لمر په څېر په تورو شپو بيا ځل کړه
يوځل شړک وهه راخيژه دژوند باب کې
چيغې وشوې ما ورمنډه کړه چې څه دي
ستا په مينه چا خبرې کړې مهراب کې
په يو راز باندې پابند وو ترې قربان شول
پرې حيران هم تاريخونه وو کتاب کې
دحشر سختی کې به راشد دا نارې وکړي
اې يمه تږی مخ ښکاره کړه يم عذاب کې